Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کوهستاناتو بې ځایه شوي له حکومت څخه مرسته غواړي

په سرپل ولایت کې بې‎ځایه شوي کسان په دغه ولایت کې د ترهګرو له وحشیانه کړنو څخه خبرې کوي.

دغه بې‎ځایه شوي کسان چې د سرپل د مرکز په کنډوالو کې شپې او ورځې سبا کوي له زښت زیاتو ستونزو سره لاس او ګران دي.

په همدې حال کې د سرپل ولایتي شورا پر امنیتي بنسټونو پر نیوکې سره وايي چې له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره خلکو ته دروغجنې ژمنې ورکوي.

په همدې حال کې د سرپل ولایت د کوهستانانو ولسوالۍ اوسېدونکي چې کابو یو نیم کال وړاندې د طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ له پرځېدو سره خپل کورونه یې پرېښي او د سرپل مرکز ته راغلي،سختې شپې او ورځې تېروي.

یو له بې‎ځایه شویو څخه عزیزالله وايي:«شرم دی یو حکومت خپله یوه اداري برخه له لاسه ورکوي،خو د خپلو زیانمنو کسانو ته پاملرنه نه کوي.»

رجب خال هم وايي:«په کوهستاناتو کې مو ځای او کور درلود طالبانو واخیستې او موږ اړ شو د سرپل مرکز ته راشو.»

دغه کورنۍ وايي چې تراوسه نه دولت او نه هم مرستندویه بنسټونو د کوهستاناتو ولسوالۍ له بې‎ځایه شویو کسانو سره مرسته نه ده کړې،له دې امله بې‎ځایه شوي کسان اړ دي د ورځې د سرپل په مرکز کې کار وکړي او د هغه سربېره د خپلو کورنیو ډوډۍ هم چمتو کړي،د کور پیسې هم باید ورکړي.

بې ځایه شوې حدیث خال وویل:«طالبانو موږ له کوهستانانو څخه بهر کړو.زموږ ژوند تباه شوو.هېڅ ونه توانېدو چې خپل شته له ځان سره راوړو د ورځې کار کوو که‎چا پیسې راکړې خو ښه که نه هېڅ.اړ یو چې د میاشتې پنځه زره افغانۍ د کور کرایه ورکړو.»

د سرپل ولایتي شورا غړی صلاح‎الدین چریک وویل:«د ولایتي شورا ټولو غړو تر یوه بریده د خلکو غږ مو له هرې ممکنې لارې رسولی.»

سیمه‎ييزو چارواکو د شمېرو پر بنسټ د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ ۵۰۰ کورنۍ د سرپل مرکز ته بې‎ځایه شوي دي.

که‎څه هم د کوهستاناتو ولسوالۍ له پرځېدو یونیم کال تېرېږي،خو تراوسه روښانه نه ده چې څه وخت د دغې ولسوالۍ د بېرته نیول عملیات پیلېږي.

شریک یي کړئ