Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايې ټولنې او افغانستان د کډوالو راستنولو په اړه خبرې کړې

له اروپایې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دی چې افغانستان او دې ټولنې هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنولو څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان او اروپايې ټولنې ګډه کاري ډله په بروکسل کې ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو هوکړې د پلې کېدو پر څرنګوالي او په دې هېواد کې اروپا ته په قاچاقي ډول د کډوالو تګ په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړې لارو چارو باندې خبرې شوې دي.

افغانستان او اروپايې ټولنې هوکړه کړې تر څو هغه کډوال چې په دې هېوادونو کې یې غوښتنه رد کېږي، بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او اروپایې ټولنې ترمنځ بله ناسته د روان کال په نیمایې کې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او اروپايې ټولنې ترمنځ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د اکټوبر کې د کډوالو ویستو هوکړه لاسلیک شوه.

افغانستان او اروپايې ټولنې هوکړه کړې تر څو هغه کډوال چې په دې هېوادونو کې یې غوښتنه رد کېږي، بېرته خپل هېواد ته واستول شي

شریک یي کړئ