Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د برېټانوي سرتېرو نه پاتې کېدو پایلې

د برېټانیا دفاع وزیر، مایکل فالون ګواښ کوي چې که په افغانستان کې برېټانوي سرتېري پاتې نشي، نو میلیونونه افغانان به لویدیځو هېوادونو ته مخه کړي.

ده د مونیخ په امنیتي ناسته کې په افغانستان کې د نړۍ پر پوځي ماموریت ټنیګار وکړ.

دی زیاتوي چې برېټانیا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر زیاتونې پر غوراوي څېړنه کوي او که په دې هېواد کې ماموریت ته په کمه سترګه وکتل شي، نو درې تر څلورو میلیونو افغانان به لویدیځو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ شي.

برېټانیا اوس‎مهال په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسون هېواد کې د امریکايي ځواکونو د شمېر زیاتوالي غوښتنه کړې وه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسون هېواد کې د امریکايي ځواکونو د شمېر زیاتوالي غوښتنه کړې وه

شریک یي کړئ