Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې دجګړې د برخلیک په روښانه کېدو د امریکا کانګرس ټینګار

د امریکا د متحدایالاتو د کانګرس د غړو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳ مه)په افغانستان کې د جګړې د برخلیک د روښانه کېدو په اړه د بحثونو په ژر تر ژره پیل ټینګار وکړي.

هغوی یوه لایحه چمتو کړې هر وخت چې د کانګرس د استازو له خوا تأیید شي،په افغانستان کې د امریکا د فعالیتونو مالي سرچینو د پرېکېدو احتمال به ډېر شي.

په دغه لایحه کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر، وزیران او امریکايي کارپوهان باید کانګرس ته د دې په اړه چې په افغانستان کې جګړه څه ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسوي، توضیحات ورکړي.

د امریکامتحده ایالاتونو د کانګرس اووه غړو په یوې خبري غونډه کې  ویلي دي چې د ۱۶ کلونو په تېرېدو او د ۲ زره او ۲۰۰ امریکايانو له وژل کېدو او د ۲۰ زره نورو له ټپي کېدو سره په افغانستان کې هېڅ«ستر بدلون» نه دی راغلی.

یو له دغو استازو جان ګرامینډي په دې اړه وویل:« د کانګرس په دې غونډه کې باید د امریکا ولسمشر او د خلکو استازي په افغانستان کې د خپلو موخو په اړه خبرې وکړي. آیا موخه په دغه هېواد کې د یوه ډموکراټیک حکومت جوړول دي، آیا امریکا غواړي هلته یو خوندي ځای جوړ کړي چې ترهګر په‎کې ځاله ونه لري په داسې حال کې چې دا موخې په تېرو ۱۶ کلونو کې په مناسبه توګه مطرح شوي نه دي.»

د امریکا د استازو مجلس بل غړي جان ډانکن هم وویل:« د افغانستان جګړه داسې جګړه ده چې له هغې ۱۶ کاله تېرېږي خوهېڅ چا پوښتنه ونه‎کړه چې موږ په دې هېواد کې څه کوو.  ما او ملګرو مې پرېکړه کړې چې څه ډول په دې اړه اقدام وکړو.»

 یو تن دا قانون جوړونکی افغانستان د امپراطوریو ګورستان بولي او وايي چې د افغانستان د جګړې د تمویل د منع لایحه یې جوړه کړې ده او غواړي چې دا لایحه هغه هېواد د مجلس په عمومي غونډه کې تر بحث لاندې ونیسي.

هغه د دوه کوچنیو نجونو تصویر ته په اشارې چې د افغانستان په جګړه کې خپل پلار له لاسه ورکړی وايي چې باید انتظار ونه باسو چې له افغانستانه ډېر تابوتونه امریکا ته راوړل شي.

امریکايي سناټور والټرجونز څرګنده کړه:« تر اوسه هم په افغانستان کې زموږ ځوانې نجونې او هلکان وژل کېږي او یا هم خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکوي. موږ د پارلمان له رییس پال رن څخه غواړو چې د افغانستان د جګړې په اړه یو بحث ولري.»

 په افغانستان کې د فعالیت لپاره د مالي سرچینو ته د لاسرسي د منع لایحه  د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د مارچ په ۲۲ مه کانګرس ته وړاندیز او د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې ته راجع شوه.

 په دې لایحه کې به په افغانستان کې د امریکا د سفارت او د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو بهیر مالي سرچینې به د دې طرحې له تصویب یو کاله وروسته هم بندې نه‎شي.

شریک یي کړئ