په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت د قومندانۍ ویاند وايي چې د افغانستان په ځانګړې توګه د ۵ زره تازه دمو پوځیانو د استولو په اړه د امریکا د نوې تګلارې په اړه په واشینګټن کې سلامشورې روانې دي.
امریکايي چارواکي وايي سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا جګړه یزه تګلاره نه ده وروستۍ شوې خو ښایي له درېیو تر پنځو زرو امریکایي سرتېري به افغانستان ته واستول شي.
دغه امریکايي چارواکي وايي د اوباما د حکومت پر خلاف؛ د امریکا ولسمشر ډونلنډ ټرمپ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو له مهالوېش څخه هم ډډه وکړي.
د پرېکنده ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سالوین وویل:«جنرال نیکلسن د امریکايي ځواکونو د شمېر د ډېرېدو په اړه د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی او پر دې وړاندیز واشنګټن کې غور کېږي. زه فکر کوم دا به ښه وي چې په راتلونکې میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د ډېرېدو اعلان ته په تمه شو.»
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« موږ باید په یاد ولرو چې ولې په افغانستان کې یوو. لامل یې دادی چې د ترهګرو پر امن پټنځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی وکړو »
له دې سره په ورته وخت کې طالبانو نن د منصوري په نوم پسرلني عملیات پیل کړي. د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې دمګړۍ یې د افغانستان له نیمايي ډېره برخه په خپل واک کې ده.
همدا راز ویل شوي چې منصوري عملیات یې په دوو برخو کې دي پوځي او ناپوځي.
د طالبانو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې دا خبره هم لیکل شوې چې ترکنترول لاندې سیمو کې به یې ټول اداري واحدونه فعال وي او همداراز د خپل نفوذ د سیمو پراختیا په موخه له چریکي جګړې او ډلهییزو ځانمرګو بریدونو کار اخليٍ.
ویلیم سالوین زیاته کړه:«هغسې چې تاسې وویل طالبان په افغانستان کې جدي ګواښ دی او موږ په تل د طالبانو پر وړاندې له خپلو افغان همکارانو ملاتړ وکړو، خو تر ټولو غوره کار د طالبانو او حکومت له خوا د سولې خبرو ته مخه کول دي چې یوه جوړجاړي ته ورسېږي.»
له دې ټولو سره سره افغان ځواکونو هم د طالبانو او نورو ترهګرو پر وړاندې پسرلني پوځي عملیات پیل کړي .