Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي بنسټونو کې د پاکستان آی اس آی نفوذ په اړه د سناتورانو ګواښ

د مشرانو جرګه په هېواد کې د نا امنیو او د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي کمزورتیا لامل د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې د پاکستان د څـارګرې ادارې نفوذ بولي.

یو شمېر سناتوران د ځواب ویلو په موخه د یو شمېر لوړ‎پوړو امنیتي چارواکو نه حاضرېدو باندې نیوکه کوي او وايي چې پر سردار محمد داوؤد خان روغتون برید په اړه د پلاوي څېړنې رڼې نه وې.

تاکل شوې وه چې نن( د کب۲۹مه) پر سردار محمد داوؤد خان روغتون د برید په تړاو ځواب‎ویلو په موخه دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس د مشرانو جرګې ناستې ته راشي، خو یادو چارواکو په دې اړه د څېړنو نه بشپړېدو له امله دا ناسته ځنډولې ده.

بل سناتور، عبدالحی آخندزاده وايي:«آی اېس آی په دې بنسټونو کې نفوذ لري، په ښکته لړیو کې نه دي، دا نفوذ د اندېښنې وړ دی.»

سناتور، ګل‎احمد اعظیمي څرګندوي:«دوی ویلو لپاره څه نلري، که وغواړي په یوه اوونۍ کې هم خپلې څېړنې بشپړې کوي، دا چارواکي باید د خلکو پر وړاندې ځان مسوؤل وبولي.»

یو شمېر سناتوران د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو پر پاتې راتلو نیوکې کوي.

همداراز د مشرانو جرګې غړې، نجیبه حسیني څرګندوي:«اوس چې حاضر نشول نو باید په راتلونکو ورځو کې راشي او خلکو ته د برید په اړه مالومات ورکړي او له مسوؤلیت څخه تېښته ونه کړي.»

په پای کې مشرانو جرګې د حکومت او په پارلماني چاروکي د دولت وزیر په غوښتنه دا ناسته راتلونکې شنبې ته وځنډوله.

د مشرانو جرګې رئی، فضل‎الهادي مسلمیار وویل:«دوی غوښتنه کړې ده چې د څېړنو نه بشپړوالي له امله دا ناسته ځنډوي، دا یو معقول وړاندیز دی او دا ناسته به راتلونکې یک‎شنبې ته وځنډول شي.»

ملي شورا په وار وار امنیتي چارواکي د امنیتي پېښو په تړاو راغوښتوي دي، خو لا هم په هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د روښانه کړنلارې نشتوالی د نا امنیو لامل بلل کېږي.

یو شمېر سناتوران د ځواب ویلو په موخه د یو شمېر لوړ‎پوړو امنیتي چارواکو نه حاضرېدو باندې نیوکه کوي او وايي چې پر سردار محمد داوؤد خان روغتون برید په اړه د پلاوي څېړنې رڼې نه وې

شریک یي کړئ