امنیتي سرچینو ویلي دي چې تېره شپه(سېشنبې د غبرګولي۲مه) طالبانو د بغلانـمزار لارې باندې برید کړی او دا لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو تېره شپه ۱۰ بجې د پلخمري پر عمرخېلو ولسوالۍ برید وکړ او د بغلان مزارشریف لاره یې د مسافرو پرمخ وتړله.
ویل کېږي چې د لارې دواړو خواو ته د مسافرو ډک موټر بند پاتې دي او خلک د لارې خلاصیدو په تمه دي.
په سیمه کې د تېرې شپې راهیسې لا هم نښته روانه ده.
تر اوسه د نښتې له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه مالوماتو په لاس کې نشته.