Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال دوستم د خپل د کور کلابندېدل رد کړل

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، نن له ماښام څخه وروسته په یوې خبرې ناسته کې وویل چې له ولسمشرسره یې هېڅ ډول خبرې اترې نه دي لرلې او له ولسمشر سره د خپلو جنجالونو لامل د حکومت ټینګښت بولي.

د ولسمشر مرستیال ګواښ وکړ  چې په هېواد کې د مهمو برخو له لاسه ورکول د ولایتونو د پرځېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې رپوټونه وو چې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور د امنتیي ځواکونو له خوا کلابند شوی دی.

د سې‎شنبې پر ګیهځ د جنرال دوستم کور ته ټولې غځېدلې لارې وتړل شوې او امنیتي ځواکونه د ولسمشر د لومړي مرستیال کور ته نېږدې په ټولو کوڅو کې ځای پر ځای شول.

یوه امنیتي سرچینه وايي، د جنرال دوستم کور ځکه د افغان ځواکونو له‎خوا کلابند شوي چې جنرال دوستم کابل ته لا ډېر وسله‎وال ځواکونه راوستي، ساتونکي یې څېړنې ته نه دي چمتو او جنرال دوستم په دې برخه کې همکاري نه ده کړي.

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني وايي چې د کابل اوسېدونکي چې د دغې کلابندۍ په اړه څه نه پوهېږدل په پلازمېنه کې د دغو ځواکونو له حضور څخه هېرېدلي وو.

د ولسمشر لومړی مرستیال له درېیو میاشتو وروسته د دوشنبې له غرمې وروسته په سختو امنیتي تدابیرو او له ډېرو ساتونکو سره د خپل کاري دفتر ته ولاړ. خو د سه شنبې په سهار ډېرو پوځیانو د جنرال دوستم کور کلابند کړ.

د کلابندۍ کړۍ له نوي ښار څخه تر قلعه فتح الله، شیرپور او وزیراکبر خان پورې ده.

یوه حکومتي سرچینه وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور په درېیو لاملونو کلابند شوی دی، لومړی پلازمېني ته د لازیاتو وسله والو راوستل، دویم لويې څارنوالۍ ته د ځواب ویلو لپاره له نهو ساتونکو څخه چې له احمدي ایشچي سره په ناوړه چلند تورن وو د هغه د ۷ ساتونکو نه حاضرېدل او درېیم د احمدایشچي د دوسیې د څېړلو په کار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال نه همکاري د امنیتي ځواکونو لخوا د ښاغلي دوستم د کور د کلابند کولو لاملونه دي.

په ډېریو واټونو د افغان پوځیانو شتون کابل ښاریان چې له دې پېښې خبر نه دي وېرېدلي او همداراز د خلکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.

د کابل اوسېدونکی احمد شبیر وویل:«د شیرپور سیمه چې له نهو بجو څخه تراوسه تړلې ده.»

د کابل بل اوسېدونکي محمد عظیم هم وویل:«په دغو واټونو د تېرېدو هېڅ اجازه نه لري.»

یو ناروغ  کس چې له ګردیز څخه کابل ته راغلی او وايي نوی له جراحي عملیات څخه خلاص شوی او مجبور دی د واټونو د تړل کېدو له  امله د ښار له دې برخې پلی ولاړ شي.

هغه وویل:«ناروغ یم عملیات مې کړی دی اوس د روغتون په لور روان یم موټر ته مې اجازه نه ورکوي ځکه چې لارې تړلې دي پلی ځم.»

له بلخوا احمدایشچي د ښاغلي دوستم د کور د کلابندۍ هرکلی کوي او د جنرال دوستم د ساتونکو د بې له ځنډه نیول کېدو او همداراز د ولسمشر د لومړي مرستیال د کار د ځنډولو غوښتونکی دی.

د افغانستان د ملي غورځنګ پخوانی مرستیال احمد ایشچي په دې اړه وویل:«د دولت د صبر کاسه نسکوره شوې او اوس غواړي چې د قوه په استعمال سره تورن ونیسي.»

لویې څارنوالۍ پر جنرال دوستم او د هغه پر ساتونکو د احمد ایشچي د تورونو د څېړلو پر مهال دغو تورونو ته د ځواب ویلو او دغې ادارې ته د حاضرېدو له امله ښاغلي دوستم ته څو لیکونه ولېږل خو د ولسمشر لومړي مرستیال دغو لیکونو ته پام ونه‎کړ او لویې څارنوالۍ هم د نوموړي د ساتونکو د نیولو حکم صادر کړ.

د جنرال دوستم د ۷ ساتونکو د حکم له صادرېدو د څو اوونیو په تېرېدو تراوسه دوی د پلټنو لپاره نه دي حاضر شوي.

دا دویم ځل دی چې جنرال دوستم په خپل کور کې د امنیتي ځواکونولخوا کلابند کېږي له دې مخکې د ۱۳۸۶ کال په سلواغې میاشت کې ښاغلی دوستم د اکبربای د وهلو ټکولو په تور د هغه کور د لسو ساعتونو لپاره کلابند شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې رپوټونه وو چې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور د امنتیي ځواکونو له خوا کلابند شوی دی

شریک یي کړئ