د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د کندهار د والي په مېلمستون کې د تېرې ورځې چاودنه د حقاني شبکې او د پاکستان د څارګرې ادارې یا ای اس ای کار بولي.
هغه په کندهار کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل چې د امنیتي بنسټونو د تېرو دوو میاشتو استخباراتي اطلاعات ښيي چې حقاني ډله غواړي چې د کندهار پوځي مشرتابه په نښه کړي.له همدې امله امنیتي تابیاوې ونیول شوې،خو له دغو ټولو سره سره ترهګر وتوانېدل چې د والي د مېلمستون په څوکیو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي.
د هغه په وینا،دغه مېلمستون ودانیز کار بشپړ شوی نه دی،له همدې امله ځينې کارګران په دغې پېښه کې د لاس لرو په تور نیول شوي دي.
هغه وايي چې د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنه او د ټپيانو شمېر ۱۳ تنو ته رسېږي.
د کندر د والي ویاند صمیم خپلواک طلوع نیوز ته وايي چې چاودېدونکي توکو په یوه کوچ کې ځای پر ځای شوي او هغه مهال نن ماښام وچاودېدل چې د کندهار سیمهييز چارواکو په افغانستان کې د دغه ولایت په مېلمستون کې د عربو د متحده ایالاتو سفیر،او کونسل کوربه توب کاوه.