په شمال کې امنیتي چارواکي وايي چې د اختر په ورځو کې یې د امنیت تامین په موخه کلک تدابیر نیولي دي.
دوی وايي چې ډېر شمېر ځواکونه یې په عمومي لارو او هغاو سیمو کې چې د اختر لمونځ ترسره کېږی، ځای پر ځای کړي دي.
د شمالي ولایتونو اوسېدونکي او دیني عالمان هم د اختر په ورځو کې د خلکو پر امنیت تامین ټینګار کوي او له مخالفو وسلهوالو غواړي تر څو د خلکو اختر په غم بدل نکړي.
بل لور، د بلخ امنیه قوماندان، خلکو ته ډاډ ورکوي چې د اختر ورځو کې د امنیت خوندیتوب لپاره یې امنیتي تابیاوې نیولي.
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان وايي چې د خالد په نوم پوځي عملیاتو په لړ کې یې، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، ترهګرو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې.
د پوځ د دې چارواکي د مالوماتو له مخې تېرو درو میاشتو کې په شمال او شمال ختیځ کې ۱۷ عملیات کړي، چې په پایله کې یې کابو ۱۲۰۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۸۵۴ تنه ټپیان دي او ۷۸ تنه نور نیول شوي. خو د پوځ د تلفانو شمېرې نه وایي.
له دې سره، چې د شمال او شمال ختیځ لویه لار کې د ناامنیو ګواښونه شته، خو د دولتي ځواکونو قوماندانان، لویو لارو کې د جدي امنیتي تابیاو خبره کوي.