Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ او هېوادوالو لومړنۍ مناظره؛غني وايي خپل سري د حل لار نه ده

د لومړي ځل لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ نن پنجشنبې (د چنګاښ په ۱ نېټه)د ولسمشر او هېوادوالو د مناظرې شاهده وه.

د دغې پروګرام موخه چې په هغه ولسمشر،ځینو حکومتي چارواکو او یو شمېر پلازمېن‎مېشتو ګډون درلود،د ولسواکۍ پیاوړتیا ښودل شوې ده.

ښاغلي غني په دغو مراسمو کې د ملي یووالي ټینګښت یې د یو بل له منلو سره تړلي وبلل او ټینګار یې وکړ دا به تر هغې ترلاسه نه شي چې یو بل د یوه «کس»په توګه ونه منو. هغه همدارنګه زیاته کړه چې یوه ټولنه د زورزیاتۍ او ظلم له کارونې سره پایداره نه پاتېږي.

د حکومتوالۍ او ټولنې جوړولو په کار کې تحلیل، تدبیر او عمل په دغو مراسمو کې د ولسمشر د خبرو چورلیز وه.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل:«د ټاکنیزو سیالیو پر مهال یې پر ما خندل. ما ته یې ویل چې بهرنی سیاست دې له کومه پیلوې، ما وویل چې له ترکمنستانه!وې ویل چې ده ته وګورئ راغلی له ترکمنستان څخه یې پیل‎وي؛و مو لیدل چې ترکمنستان څه پایله ولرله؟یوه ورځ مو د کابل په ښار کې د خوراکي توکو کموالی ونه لید.»

ولسمشر د حکومت اوسنی جوړښت د اوسني پېر اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه ګڼي او هغه ته په میراث پاتې شوې ادارې او جوړښتونو خبره کوي.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې وړتیا غواړئ،ښه نو باید غوره کسان راولو،که‎چېرې مصلحت غواړو باید داسې کسان راول چې ډېره واسطه لري، که‎چېرې په مصلحت اعتبار کوئ،بیا له وړوکي مصلحت څخه د سترو کارونو غوښتنه مه‎لري.»

دا لومړی ځل دی چې یو شمېر افغانان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په مستقیمه توګه خپلې پوښتنې له حکومتي چارواکو سره شریک وي.

په دغه مناظره کې کابو ۵۰ تنو محصلینو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وه چې په راتلونکي کې به دغه راز مناظرې ترسره شي.

خو تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ له ولسمشر سره د خبرو لپاره د خلکو د غوراوي د بڼې په اړه څه نه دي ویلي.

ځینې پوښتنې او ځوابونه د رسنیو له حضور پرته مطرحه شوې او رسنیو ونه موندله چې په دې برخه کې څه وویل شول او همدارنګه ارګ ونه ویل چې په دغې مناظره کې ګډوال څه ډول غوره کړل شوي دي.

Thumbnail

د لومړي ځل لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ نن پنجشنبې (د چنګاښ په ۱ نېټه)د ولسمشر او هېوادوالو د مناظرې شاهده وه.

د دغې پروګرام موخه چې په هغه ولسمشر،ځینو حکومتي چارواکو او یو شمېر پلازمېن‎مېشتو ګډون درلود،د ولسواکۍ پیاوړتیا ښودل شوې ده.

ښاغلي غني په دغو مراسمو کې د ملي یووالي ټینګښت یې د یو بل له منلو سره تړلي وبلل او ټینګار یې وکړ دا به تر هغې ترلاسه نه شي چې یو بل د یوه «کس»په توګه ونه منو. هغه همدارنګه زیاته کړه چې یوه ټولنه د زورزیاتۍ او ظلم له کارونې سره پایداره نه پاتېږي.

د حکومتوالۍ او ټولنې جوړولو په کار کې تحلیل، تدبیر او عمل په دغو مراسمو کې د ولسمشر د خبرو چورلیز وه.

ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل:«د ټاکنیزو سیالیو پر مهال یې پر ما خندل. ما ته یې ویل چې بهرنی سیاست دې له کومه پیلوې، ما وویل چې له ترکمنستانه!وې ویل چې ده ته وګورئ راغلی له ترکمنستان څخه یې پیل‎وي؛و مو لیدل چې ترکمنستان څه پایله ولرله؟یوه ورځ مو د کابل په ښار کې د خوراکي توکو کموالی ونه لید.»

ولسمشر د حکومت اوسنی جوړښت د اوسني پېر اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه ګڼي او هغه ته په میراث پاتې شوې ادارې او جوړښتونو خبره کوي.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې وړتیا غواړئ،ښه نو باید غوره کسان راولو،که‎چېرې مصلحت غواړو باید داسې کسان راول چې ډېره واسطه لري، که‎چېرې په مصلحت اعتبار کوئ،بیا له وړوکي مصلحت څخه د سترو کارونو غوښتنه مه‎لري.»

دا لومړی ځل دی چې یو شمېر افغانان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په مستقیمه توګه خپلې پوښتنې له حکومتي چارواکو سره شریک وي.

په دغه مناظره کې کابو ۵۰ تنو محصلینو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وه چې په راتلونکي کې به دغه راز مناظرې ترسره شي.

خو تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ له ولسمشر سره د خبرو لپاره د خلکو د غوراوي د بڼې په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه