د کورنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ(د کب۷مه) د خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یا شمېر وسلهوال په ټېرو ۲۴ ساعتونو د هېواد په هلمند په ګرمسېر او ننګرهار ولایت په هسکهمېنه ولسوالۍ کې وژل شوي.
ویل شوي چې په وژل شویو ۳۸ کسانو کې د داعش ډلې ۲۳ غړي هم شامل دي او ترڅنګ یې د دې ډلې ۸ نور غړي ټپیان دي.
خبرپاڼه د ۶ شکمنو کسانو له نیول کېدو هم خبر ورکوي او زیاتوي چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.