Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او امریکا تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار

د افغانستان او امریکا د سوداګریزو چارو استازو نن سې‎شنبې(د وري په ۸ مه) په کابل کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونو او راکړو ورکړو پر بهیر یې بحث وکړ.

د امریکا د سوداګریزو چارو ځانګړی استازی چې کابل ته راغلی وايي افغانستان تراوسه هم له پراخو ننګونو سره مخامخ دی او اداري فساد یوه دغه ستونزه ده، خو نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او مهمې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.

د امریکا د سوداګرۍ ځانګړي استازي مایکل ډېلیني وویل:«په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ډېره لوړه ده، موږ باید هغه راټیټه کړه، خو موږ فکر کوو چې یو لړ پرمختګونه هم لرو، زه غواړم ټینګار وکړم چې افغانستان ته زما او نورو استازو سفر د افغانستان ترڅنګ د درېدو او د دغو ستونزو د هواري په اړه د امریکا د ژمنې ښودنه کوي.»

په همدې حال کې سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو په دې غونډه کې وویل چې په ټرانزیټي لارو کې د افغان سوداګرو ستونزې زښته زیاتې دي.

هغه زیاتوي که‎څه هم افغانستان او پاکستان ټرانزیټي هوکړه لیک لري،خو دغه هوکړه لیک کله ناکله د پاکستان له خوا تر پښو لاندې کېږي.

ښاغلي حقجو څرګنده کړه:«امریکا به د ترجیحاتو د سیستم له مخې، افغانستان له ځانګړو سوداګریزو امتیازاتو برخمن کړي او افغان سوداګر کولای شي خپل توکي په صفر تعرفې او مالیې سره د امریکا بازارونو ته ولېږي.»

د تیفا شورا یا د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او پانګونې موافقه د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا اصلي مرجع بلل کیږي.

تیر زیږدیز کال د افغانستان او امریکا سوداګریز توکي ۹۴۷ مېلیون ډالرو ته ورسېدل، چې له دې ډلې افغانستان ته د امریکا وارداتي توکي ۹۱۳ میلیون ډالر و او امریکا ته د افغانستان صادراتي توکي څلور مېلیون ډالرو ته رسېږي.

شریک یي کړئ