Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د ټاکنو د برېښنايي کېدو د بهیر په عملي کېدو کې ابهام

د ټاکنو د برېښنايي کېدو د ارزونې کمېټې غړو نن پنجشنبې(د وري په ۳۱ مه)په کابل کې وویل چې په هېواد کې د ټاکنو د برېښنايي کېدو بهیر په بشپړه توګه عملي نه دی.

د دغې کمېټې د وړاندیزونو او موندونو پر بنسټ دم‎ګړۍ د برېښنايي بهیر څخه د رای ورکونکو د نوم لیکنې،د رای ورکونې پر مهال د رای ورکوونکي د پېژاند تثبیت او همدارنګه مرکز ته د رای ورکونې د پایلې لېږد به شونی وي.

د دغه پلاوي د څیړنو له مخې د دغه سیستم د کارولو د زمینې محدودیت لکه بریښنا، انټرنټ، امنیت، اقتصاد، د تخنیکي ننګونو احتمال او له دې بهیر څخه د خلکو بې خبري هغه ننګونې دي چې د دغه سیستم د بشپړ کارولو مخه نیسي.

د ټاکنو د برېښنايي کېدو بهیر د ارزونې کمېټې غړی نعیم ایوب زاده وویل:«افغان حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره وخت ټاکی یعنې د روان کال د نومبر میاشت په ۲۰۱۷ کال کې به ډېره تونزمنه وي چې وکړای شو ټاکنې ترسره کړو که هغه برېښنايي او که ساده بهیر وي.»

اجراییه ریاست وايي د ټاکنیز نظام اصلاح او د رڼو ټاکنو ترسره کول د ملي یووالي حکومت لويې ژمنې دي او حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي څرګنده کړه:«حکومت تراوسه هم ژمن دی چې د ټاکنو د بهیر روڼتیا او د درغلۍ د مخنیوي لپاره له برېښنايي بهیر او ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي.»

له بلخوا پرټاکنو څارونکې ادارې پر ټاکنو د افغانانو د باور د بېرته ترلاسه کولو لپاره په هېواد کې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کوي.

د افغانستان د ډموکراسۍ د څار بنسټ رییس زکریا بارکزی وايي:«درغلي یوه ډېره جدي مسئله ده په ټاکنو کې د خلکو د اعتماد را ژوندي کول ډېر مهم دي چې بیا هم خلک یو ځل بیا اړ کړي چې د رایو صندوقونو ته ولاړ شي.»

د ټاکنیز بهیر د برېښنايي کولو د امکاناتو د څېړونکي پلاوي د طرحې له مخې یوازې د رایو ورکوونکو نومونه به په برېښنایي سیستم سره ثبت شي، خو د رایې ورکولو په ورځ به د رایو له پاڼو کار واخیستل شي.

شریک یي کړئ