Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایشچي غوښتنه؛پر هغه د جنسي ځورونې د اصلي تورن څېړنه

د ملي جنبش پخوانی مرستیا احمد ایشچي، د جنرال دوستم د اوو ساتونکو له څېړنو هر کلی کوي خو زیاتوي چې باید د هغه د جنسي ځورونې اصلي تورن جنرال دوستم تر قانوني څار لاندې راشي.

ایشچي له حکومته غواړي چې د هغه په دوسیه کې عدالت په سمه توګه ټینګ کړي.

اخوا لویه څارنوالۍ وايي تر دې دمه د دوستم ۲ ساتونکي څېړنو ته حاضر شوي نه دي او پاتې ۷ نور ساتوونکي له څېړنو وروسته خوشې شوي دي.

هغه وویل:«تر هغه مهاله چې په خپله دوستم،څېړنې ته حاضر نه‎شي او دغه ساتونکي یې چې په جرم کې شریک دي او یا ووایم چې عسکر دي تر امر لاندې دي چې د هغه لارښونه یې عملي کړې،نه شي کولای زما قناعت ترلاسه کړي.»

په همدې حال کې لویه څارنوالۍ د جنرال دوستم د ۹ تنو ساتونکو د څېړنو حکم صادر کړی وو. له هغې ډلې دوه تنه یې څو ورځې وړاندې د څېړلو لپاره حاضر شوي وو، او له دې ډلې ۵ تنه نور یې درې ورځې وړاندې څارنوالۍ ته حاضر شول.

  د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«تېره اوونۍ له دغو کسانو څخه څو تنه یې چې پرې ادعا وه،د څېړنې لپاره حاضر شول او د دغې پېښې په اړه څېړنې دوام لري.»

هغه زیاته کړه:«د پېښې ګمارل شوی څارنوال،په دې نظر دی چې د دغو کسانو څېړنه دې ترسره شي او په دغه دغه کسان دې خوشې شي.»

آیا په ریښتیا هم داسې ده؟

د حقوق پوهانو د ټولنې غړی عبدالوحید فرزه‎يي وویل:«په داشان پېښو کې،د جنایت مسئله مطرح کېږي.قانون څارنوال ته دا اجازه او واک نه ورکوي چې د معتبر ضمانت له اخیستو څخه هغوی خوشې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د کور له دوه ورځو پوځي کلابندۍ څخه وروسته، د ښاغلي دوستم ۵ ساتونکي، د ځواب ویلو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شول.

اوس په دې دوسیه کې دعدالت ټینګښت، د ملي یووالي حکومت لپاره ستره آزموینه ده. وبه لیدل شي چې حکومت څه ډول کولی شي دا کار وکړي.

شریک یي کړئ