په بامیان کې د کام ایر مسافروړونکې الوتکې د ناستې د مخنیوي پېښې د څېړونکي پلاوي د کار په لومړۍ ورځ، د بامیانو د پولیسو د لومړۍ حوزې د آمر چې د عبدالرحمان شهیداني زوی دی د دندې سربېره، د دغه ولایت د هوايي ډګر د قومندان، د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر او همداراز د بامیانو د هوايي ډګر د یوه بل امنیتي مسؤول دندې وځنډول شوې.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۴ مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په دې لړ کې څېړنې روانې دي او دغه پېښه به په جدي توګه وڅېړل شي.
ښاغلي دانش زیاته کړه:«پلاوي له پنځو کسانو څخه په جدي توګه څېړنه کړې ده او له دې ډلې، درې تنه یې له ځان سره کابل ته راوستلي دي چې د بامیانو د پولیسو د امنیت امر، د بامیانو د پولیسو د لومړۍ حوزې امر، او د بامیانو د هوايي ډګر قومندان دی؛زموږ ډله په شدت سره پر دغې دوسیې کار کوي او ژر تر ژره دغه دوسیه لویې څارنوالۍ ته استوو.»
له هغې وروسته کله چې د ولسي جرګې د یوه غړي یو شمېر خپلوانو د کام ایر شرکت د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ناستې مخنیوی وکړ،دغه شرکت بامیانو ته د خپلې ټولې الوتنې وځنډولې.
له بلخوا د کام ایر هوايي شرکت د الوتنو په بندیدو سره په لسګونه سیلانیان په بامیان کې ګیر پاتې دي، دغه سیلانیان وايي د دوي د سفر پروګرامونه ګډوډ شوي دي.
په بامیانو کې یو شمېر سیلانیان وايي له بامیانو څخه د راستنېدو او خپلو هېوادونو ته د تلو د ټکټونو وخت یې تېر شوی او دوی په دوبۍ او نورو هېوادونو کې الوتنې له لاسه ورکړې دي.
د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال په دې اړه وویل:«یو ځل بیا یې وښودله چې په ځینو ولایتونو کې د دولت واکمني کمزورې ده او زورواکي لا هم، لومړی خبره کوي.»
له دې سره سره د کام ایر شرکت د الوتنو د امنیت مسؤول احمد فردوس رحیمي د کام ایر شرکت د الوتنو د بېرته پیلېدو په اړه داسې وايي چې په دې اړه د څېړنو تر بشپړېدو به، الوتنې ځنډول شوې وي.
هغه زیاته کړه:«هر کله چې پېښه بشپړ شي او د مُلکي هوايي چلند خپلواکه اداره زموږ لپاره د بامیانو د هوايي ډګر د امنیت او خوندیتوب په اړه ډاډ راکړي، موږ خپلې الوتنې به بامیانو ته پیل کړو.»
د تېرې سه شنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړي عبدالرحمان شهیداني زوی او د هغه خپلوانو د کابل بامیانو له الوتکې د ښاغلي شهیداني د پاتې کېدو له امله د بامیانو په هوايي ډګر کې د کام ایر د مسافروړونکې الوتکې د ناستې مخه ونیوله، د الوت پر کرښه یې ډبرې وغورځولې او الوتکه یې دې ته اړ کړه چې له ۳۰ سپرلیو سره کابل ته راستنه شي.