د بدخشان ولایت ځايي چارواکو د نن(پنجشنبه د غبرګولي په ۴ مه) وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ د اوپراسیون امر سمونوال امام علي عزیزي کهڅه هم وايي چې په دغې نښته کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده،خو په دې اړه ډېر څه نه وايي.
د هغه په وینا، دغه نښته د چهارشنبې د غرمي له ۱۲ بجو په دغې ولسوالۍ کې پیل او په شدت سره دوام لري.
په وروستیو اوونیو کې، بلواګرو خپل بریدونه د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې زیات کړي دي او تل امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
ویل کېږي چې دغې ډلې د دغه ولایت د وردوج او یمګان ولسوالیو اداره په واک کې لري.