Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ والي: زموږ دښمنان ملت نه شي په ګونډو کولی

د بلخ والي، عطامحمد نور د سې‎شنبې پر ورځ(د غويي۵مه) په دې ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قربانیانو درناوي په موخه جوړې شوې ناستې ته وویل چې د هېواد دښمنان له خپلو بریدونو سره نشي کولی ملت په ګونډو کړي.

نوموړی د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې د منظمې کړنلارې نشتوالی جدي ستونزه بولي او افغان ځواکونو ته ډاډ ورکوي چې خلک یې ترڅنګ ولاړ دي.

ښاغلی عطا وويل:"د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې د دوی وحشیانه بریدونه نشي کولی ملت په ګونډو کړي."

نوموړي هغه کسان چې د اسلام له نوم څخه په استفادې سره بریدونه کوي، په اشارې وویل:"هغه ملایان چې د پولې هغې غاړې افغانستان کې د جهاد اعلان کوي، خو د دوی په سینما کې "بربنډ" فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، کله چې ترې پوښتنه کوې ولې په خپل هېواد کې د جهاد اعلان نه کوئ، ووايي چې د هېواد امنیت پر موږ فرض دی."

د بلخ والي هغه څه چې د افغان ځواکونو او جګړې په مشرۍ هم نیوکه وکړه.

د بلخ والي د خپلو خبرو په دوام وویل:"د حکومت مشران باید د خپلو چاپېر کسانو خبرې وانه وري چې څوک باید چېرته وګماري، بلکې باید وطن‎پاله، زړه‎ور او ښه مدیران وګماري که نه حالت به مو له دې هم خراب وي."

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق هم د ترهګرو پر وړاندې د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه:"په وار وار مې ویلي دي چې مجاهدین سمبال کړئ او مجاهدین کولی شي له دې هېواد څخه دفاع وکړي خو داسې نه دي شوي."

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې کابو ۲۵۰ افغان سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په وروستیو کلونو کې د  هېواد په شمال کې پر افغان ځواکونو تر ټولو خونړی برید دی.

د بلخ والي پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید وغندلو او د دې ځواکونو پر مشرۍ یې له نیوکې سره وویل چې خلک د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي

شریک یي کړئ