د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلا کار، سرتاج عزیز رسنیو ته ویلي چې کابل او اسلامآباد د ترهګرۍ په اړه د اندېښنو ځواب ویلو په موخه خبرې اترې پیل کړې دي.
ده زیاته کړې چې ښايي دواړه هېوادونه راتلونکې اوونۍ کې هوکړې ته سره ورسېږي.
سرتاج عزیز وړاندې ویلي چې افغانستان او پاکستان دې هوکړې ته رسېدلي دي چې ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او د منځهوړو لپاره یې باید ګډه هڅه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دواړو هېوادونو یوبل له ترهګرۍ سره ملاتړ تورن کړي وو.
پاکستان د ۷۶ ترهګرو نومونو کابل ته ولیږل او ادعا یې وکړه چې دا ترهګر د افغانستان په خاوره کې پټ شوي دي.
کابل هم په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د طالبانو د مشرانو ۸۵ نومونه او د ترهګرو د۳۲ پټنځایونه او د روزنې مرکزونو نښې پاکستان د یوه نوملړ په ترڅ کې وسپارل.
ظاهرآ داسې ښکاري چې دا ناندرې د پاکستان سند ایالت په یوه زیارت کې تر برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۷۵ تنه ووژل شول، راپورته شوې دي.
وروسته له دې برید څخه پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې او ویې ویل چې د دې کار موخه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو مخنیوی دی.
د ویلو ده چې پاکستان د افغانستان پر ختیځو سیمو راکټي بریدونه هم وکړل چې په ځواب کې یې د افغانستان دفاع وزارت وویل:«دا بریدونه به غاښ ماتوونکی ځواب هم ولري.»
افغانستان هم پولې سره نېږې لا ډېر پوځيان ځای پرځای کړل.
په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو نیولو او افغانستان ته د هغوی سپارلو غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.
اوس کابل له اسلامآباد څخه غوښتنه کړې ده چې دا هېواد پّ دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.