Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنازې په مراسمو کې چاودنو ۲۰ تنه مړه او ۸۷ تنه ټپيان کړل

د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینې وايي چې نن د کابل په بادام باغ سیمه کې د محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د درې ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او کابو ۸۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

 دغه چاودنې نن‎ (شنبې د غبرګولي په ۱۳ مه) له غرمې وروسته د درې او دېرشو دقیقو په شاوخوا کې، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې چې تېره ورځ په کابل کې پر لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو له خوا د ډ‌زو په پایله کې وژل شوی وه رامنځته شوې دي.

سرچینې وايي چې ځانمرګو بریدګرو خپل چاودېدونکي توکو ته په پرله‎پسې توګه د جنازې د لمانځه د ادا کولو په لړ کې د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړه.

په دغو مراسمو کې د اجرائيه رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‎الدین رباني په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو حضور درلود.

اجرائیه ریاست او ښاغلي رباني په خپل ټوېټر پاڼو کې ویلي دي چې په دغې پېښه کې یې زیان نه دی لیدلی.

د رپوټونو پر بنسټ، په دغو ځانمرګو بریدونو کې د ولسي جرګې یو غړی هم ټپي شوی دی.

ویل کېږي چې د دغې پېښې ټپيان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه له هغې وروسته رامنځته کېږي چې لوړپوړو امنیتي چارواکو د بریدګرو د احتمالي برید په اړه ګواښ کړی وه. او له خلکو څخه یې غوښتي وو چې په ښار کې له هر ډول غونډېدو ډډه وکړي.

دا اوونۍ په کابل کې یوه له خونړیو او مرګونو اوونیو څخه وه؛له هغې وروسته کله چې د زنبق په څلور لاره کې د چهارشنبې په ورځ ستره چاودنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې څه باندې ۱۰۰ تنه ووژل شول او همدارنګه په سلګونه تنه نور پټيان شول،تېره ورځ کله چې د دغې چاودنې په غبرګون کې اعتراضي لاریون ترسره شو،د امنیتي ځواکونو د ډزو په ترڅ کې ۵ تنه لاریون کوونکي ووژل شول.

له دې ټولو سره سره، طالبانو د محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګو بریدونو مسؤولیت نه دی منلی او په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل یې رد کړي دي.

درې ځانمرګي بریدګرو نن له غرمې وروسته د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د جنازې لمانځه د ادا کولو په لړ کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

شریک یي کړئ