د ملي دفاع وزیر ویاند دولت وزیري د سېشنبې په ورځ(د وري په ۸ مه)په یوې خبري ناسته کې له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو پرې نهږدي ترهګر افغانستان ته راشي او د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس په سر شي.
په دغې خبري ناسته کې ښاغلي وزیري وویل چې د ترهګرو ډلو مشران په پاکستان کې مېشت دي او حتا ډېری یې په پاکستان کې وژل شوي دي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې په افغانستان کې څلور سترې ترهګرې ډلې فعالې دي چې ټول یې په پاکستان کې مېشتې دي.
هغه زیاته کړه:«لومړی نړیوالې ترهګرې ډلې چې القاعده او داعش ډلې دي،دویم سیمهييزې ترهګرې ډلې چې د ازبیکستان غورځنګ او چیچین په کې شاملې ډلې دي،دریم هغه ډلې چې په پاکستان پورې تړاو لري چې لښکر طیبه او لښکر جنګوي دي او څلورمه ډله زموږ خپلې مخالفې ډلې دي چې طالبان او حقاني شبکه ده.»
د ملي دفاع ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«له پاکستان سره دوستي زموږ په ګټه ده خو په دې شرط چې پاکستان یې ومني.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنورۍ میاشت کې ملي یووالي حکومت،له امریکا له نوي حکومت څخه غوښتي وو چې د افغانستان له اوضاع څخه په روښانه درک سره،پر پاکستان چې له ترهګرو څخه ملاتړ کوي فشارونه زیات کړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ځکه ترینګلې شوې چې دواړو هېوادونو یوبل د افغاني او پاکستاني طالبانو پر و ړاندې د اقدام پر نه کولو تورن کړل.
افغانستان پاکستان تورن کړ چې په خپله خاوره کې یې د طالب مشرانو له شتون څخه سترګې پټوي او آن دا هېواد یې له طالبانو په ملاتړ تورن کړ، هغه څه چې اسلامآباد رد کړي دي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند د سنګین ولسوالي نسکورېدل رد کړل او هغه یې د ملکي کسانو مرګژوبلې مخنیوي او د پوځي اډو موقعیت بدولون په موخه وښود.
ښاغلي وزیري وویل چې افغان ځواکونو په ټول هېواد کې یوازې په تېره اوونۍ کې ۱۶ پوځي عملیات ترسره کړي دي.
ده وویل:"تېره اوونۍ کې ۳۳ د داعش وسلهوال په ننګرهار ولایت کې وژل شوي دي."
تېره یوه اوونۍ کې اوه شپني کامیابه پوځي بریالي عملیات ترسره شوي دي.
له بلې خوا د هېواد امنیتي بنسټونو ویلي دی چې ډېر ژر به هېواد کې د "خالد" په نامه پسرلنې پوځي عملیات د له لاسه تلو سیمو د بیانیونې په موخه پیل کړي.