اجراییه ریاست وايي چې د دې احتمال شته چې د جنرال دوستم د ساتونکو د څېړنو پایلې به تر راتلونې اوونۍ رسنیو ته ورسېږي.
د جرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«تېره ورځ(چهارشبنې د کب په ۴ مه)پلټنې پیل شوې لویې څارنوالۍ په دې اړه کار پیل کړ.کله چې دغه پلټنې بشپړې شي،د هغوی پایلې به له تاسو سره شریکې شي.»
اخوا د ملي جنبش ګوند وايي د دوستم ۷ تنه ساتوونکي څارنوالۍ ته له ځواب ویلو وروسته بېرته،د دوستم کورته تللي دي.
له بلخوا د جنبش ګوند د ځوانانو رییس او جنرال دوستم ته یو نېږدې کس کنشکا ترکستاني وایي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال ساتونکي په توقیف کې نه دي.
ترکستاني زیاته کړه:«اوس یوازې یوه ادعا ده.له دوی څخه یوازې یوه پلټنه شوې.تاسې پوهېږئ په قانون کې ترڅو چې یوه ادعا ثابته نهشي،هېڅوک نه تر نیونې لاندې وي او نه هم بندي کېږي.هغوی یوازې هغه استعلام ته چې له څخه ترسره شوی ځواب ورکړی دی.»
ښاغلی ترکستاني ټینګار کوي د جنرال دوستم د ساتونکو په وړاندې تورونه به هېڅکله سم ثابت نهشي.
د جنرال دوستم ۷ تنه ساتونکي چې له احمدایشچي سره په ناوړه چلند تورن دي، له هغې وروسته لویې څارنوالۍ ته د پلټنو لپاره حاضر شول چې امنیتي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره د کابل په شیرپور سیمه کې د ښاغلي دوستم او د هغه د ساتونکو استوګنځای کلابند کړ.
د جنرال دوستم ۲ نور ساتونکي له دې مخکې د پلټنو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شوي و.