د هېواد په ختیځ کې چارواکو نن چهارشنبې(د کب په ۴ مه)د دې پخلی کړی چې پاکستان ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري توګه د دغه هېواد له خاورې بهر او د کندهار شورابک ولسوالۍ ته استولي دي.
د کندهار د شورابک چارواکي وايي کابو ۵۰۰ افغان کورنۍ چې د ډیورنډ له کرښې هغې غاړې ته او د کوټې په ځینو نورو برخو کې اوسېدې د پاکستان د حکومت لخوا ایستل شوې دي.
په دې لړ کې پاکستاني پوځیانو د ۴ ښځو او ۸ ماشومانو په ګډون ۵۹ تنه افغان کډوال د تورخم له لارې وایستل.
د پاکستان په حکومت کې ځینو سرچینو ویلي دغه افغانان له ناقانونه لارو د تورخم د دروازو له تړل کېدو وروسته پاکستان ته تللي وو.
له بلخوا د کډوالو چارو وزارت د دغو کډوالو راایستل د کابل، اسلام اباد او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو سازمان ترمنځ د درې اړخیزې ژمنې پرخلاف بولي.
د کډوالو چارو وزارت حافظ احمد میاخېل په دې اړه وویل:«د پاکستان له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې کډوالي یوه بشري موضوع ده او د سیاسي موضوع څخه باید لیرې وساتل شي.»
د کډوالو چارو وزارت په وینا د پاکستان په کراچۍ کې پر لال شهبار قلندر له ځانمرګي برید وروسته کابو یو زرو ۶۰۰ افغان کډوال د پاکستاني پوځیانو لخوا نیول شوي دي.
له بلخوا د رپوټونو له مخې پاکستان سه شنبې په شپه یو ځل بیا د کنړ ولایت پر ځینو برخو توغندويي بریدونه کړي دي.
د کنړ د والي مرستیال ویلي:«هیله لرو چې دغه توغندوي بریدونه ژر تر ژره پای ته ورسېږي او له دې سره زموږ د هېوادوالو ستونزې هم حل شي.»
له دې مخکې هم پاکستان په خپله خاوره کې له ترهګریزو بریدونو وروسته پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي وو،اوس هم له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځیانو د ناوړه چلند په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
پاکستان شپږ ورځې مخکې په سند ایالت کې له ځانمرګي برید وروسته له پاکستان سره خپلې پولې وتړلې او د ننګرهار او کنړ ولایتونو پر ځینو برخو یې توغندویي بریدونه وکړل.
د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو اوسېدونکي هڅه کوي د پاسدخیلو او لنډي کوټل سیمو له ناقانونه لارو تګ راتګ وکړي.