Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د سولې فرښتې بللو"د هېوادوالو غبرګونونه راپارولي

د سولې د عالي شورا د سلاکار له‎خوا طالبانو ته د فرښته ګانو خطاب له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

 حکومت د عبدالحکیم مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کوي هغه ترهګر چې ملکیان وژني د خبرو پر ځای له‎منځه وړل کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي چې ترهګرې ډلې هره ورځ د پردیو په اشاره د هېواد د ویجاړولو لپاره فعالیت کوي،هغوی د سولې پرځای،د له منځه وړلو مستحق دي.

د سه شنبې ورځې له خونړیو بریدونو څخه دوه ورځې وروسته ، د سولې د عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد، طالبان د سولې فرښتې او مقدسه ډله وبلله.

د سولې د عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل:«طالبان یو مقدسه ټولګه ده چې د روس په وړاندې یې جهاد بریالی کړ.د دویم ځل لپاره یې د مجاهدینو ګډوډۍ یې پای ته ورسولېئ او امنیت یې رامنځته کړ.»

د بامیانو د اوسېدونکو غبرګون

اوس دغو ویناو پراخ غبرګونونه راپارولي دي، په ۱۳۷۹ کال کې په یکاولنګ کې د پېښې د قربانیانو کورنۍ په کابل کې راغونډ شوي او دا پیښه د طالبانو د جنایت یوه بېلګه بولي.

د یکاولنګ پېښې د یوه وژل شوي کس خپل وايي:«ټولو هغو کسانو ته چې په یکاولنګ او په نور هغه کسان چې د طالبانو د بریدونو په پایله کې قرباني شوي،یو خیانت دی.»

د ولسي جرګې او بشري حقونو کمېسیون غبرګونونه

د عبدالحکیم مجاهد ویناوو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائيه رییس موسی محمودي وايي:«دا شان څرګندونې هغه هم د هغو کسانو له خوا چې نظام یې هم منلی او د افغانستان په نظام کې هم دخیل دی،د زغم وړ نه ده؛د افغانستان د قوانینو پر بنسټ کولای شو چې د هغه مخه ونیسو.»

ښاغلي مجاهد د هېواد پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د مقاومت مشران خاینین بللي، په دې لړ کې د بلخ سرپرست عطا محمد نور غبرګون څرګند کړی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې حکومت به د عبدالحکیم مجاهد د ویناو په اړه څه اقدام وکړي.

شریک یي کړئ