Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې،رسنۍ او ښې حکومتوالۍ د تخصصي انسټېټیوټ پرانیستل

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش،نن د (مرغونې په ۱۶ مه)په کابل کې د سولې،رسنۍ او ښې حکومتوالۍ د تخصصي انسټېټیوټ په پرانیستغونډه کې وویل چې په هېواد کې د بیان ازادۍ ملاتړ د حکومت له جدي ژمنو څخه دي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې د هېواد ټولې رسنۍ باید د ملي ګټو په درشل کې کار وکړي.په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمنې له نړیوالو هېوادونو څخه وغوښتل چې افغانستان د خپلو نیابتي جګړو په ډګر بدل نه کړي.

ښاغلي دانش وویل:«په اوسنۍ اوضاع کې رسنۍ د ډموکراسۍ له څلورم رکن څخه یو لوړ څيز دی.افغان حکومت د بیان ازادۍ په خوندیتوب ژمن دی.رسنۍ هم خپل اصلي رسالت چې اطلاع رسونه ده،ترسره کړي او د رسنیو په خپرونو کې خصوصي حریم او د هېواد ملي ګټو ته پاملرنه وشي.»

په دې پروګرام کې د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د کړنو ستاینه کېږي او د اصلاحاتو جایزه د ولسمشر مېرمنې ته ورکول کېږي. رولاغني هم په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري.

د ولسمشر مېرمن رولا غني وايي:«له نړیوالو هېوادونو څخه غواړم چې په افغانستان کې خپلو وسله‎ییزو او اقتصادي سیالیو ته د پای ټکی کېږي،ځکه چې د افغانستان خلکو په دې برخه کې لوړه بیه ورکړې ده.»

د سولې، رسنیو او ښې حکومتوالۍ د تخصصي انسټېټیوټ مسؤولین غواړي د رسنیو د کړنو، اصلاحاتو او د دولت له مخالفینو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي.

د سولې ،رسنۍ او ښې حکومتوالۍ د تخصصي انسټېټيوټ مسؤول کمیل بیګ په دې اړه وویل:«زموږ په باور د اصلاحاتو،ښې حکومتوالۍ او په بې پرې توګه د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنیو وړتیا ډېره ستره ده،باید پياوړې شي او حکومت له دغې لاسته راوړنې څخه ملاتړ وکړي.»

حکومت، رسنۍ د اوسني نظام تر ټولو لويه لاس ته راوړنه بولي خو د خبریالۍ د اخلاقي اړخونو پلي کول د مالوماتو د رسولو د فعالیت د پرمخ بیولو لپاره یوه اړتیا ګڼي.

شریک یي کړئ