Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپین‎بولدک دروازې تړل کېدو سره د خلکو ستونزې

د سپین بولدک د دروازي تړل کیدل د پولې دواړو لوریو ته خلګ له ستونزو سره مخ کړي دي، یادې دروازې ته نېږدې لسګونه افغانان د د پرانیستو په تمه دي.

سره له دې چې دا دروازه د « د دوستۍ دروازه» په نامه یادزېږي خو اوس ډېر شمېر کسان چې ناروغان هم په کې د دروازې پرانیستو تمه کوي تر څو د درملنې په موخه له پولې واوړې.

پرهمدغه مهال د سپین بولدک په ګمرک کي یو شمېر سوداګر وايي، د دروازې په تړل کېدو سره د پولې دواړو لوریو سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د سپین‎بولدک د بندر مسوؤل، محمد علی داوري و ايي:«دوی بهانې لټوي، مثلا د هندوستان بیرغ راوړي او زموږ د سرتیرو په مخ کې يي سوځوي، زموږ حکومت خو تر اوسه داسې کومه ستونزه نلري چي پاکستان د سپین بولدک دروازه تړلي ده.»

دروازې ته نیږدې میلمستونونه له مسافرو ډک دي.

سمیع الله هم پدغه میلمستون کې د تېرو لسو ورځو راپدیخوا د خپل مور، خور او ناروغ ورور سره  د دروازې د خلاصیدو په تمه دی. نوموړی د تخار ولایت څخه راغلی او غوښتل يي چې د درملنې لپاره د پاکستان دکراچۍ  ایالت ته ولاړ شي.

د تخار ولایت اوسېدونکی، سمیع الله څرګندوي:«یوار د پاکستان لورې ته واوښتم هلته يې ووهلم، او بېرته يې د پولې دې غاړې ته راویستلم زما سره ناروغان هم وو.»

همداراز د تخار اوسېدونکې، نادیه زیاتوي:«دغه ماشوم مې ورور دی د تور ژړي ناروغي لري مور او خور مې هم دا ناروغي لري.موږ غوښتل چي پاکستان ته ولاړ شو.»

دغه کورنۍ د خپلې درملنې ټولې پیسې په میلمستون د اوسېدو په موخه لګولې دې او په تمه دي چې لاره خلاصه شي.

د تخار اوسېدونکې، شکریه هم چې د درملنې لپاره غواړي پاکستان ته ولاړه شي وايي‎:«موږ چې د خپلې درملنې لپاره کومې پیسې له ځان سره لرلې هغه مو ټولې دلته په میلمستون کې ولګولې.»

په همدې حال کې سوداګرو موټرو ته د سپین بولدک په ګمرک کې په ساعتونو انتظار باسي، خو کله چې دورازه همداسې تړلې پاتې وي، بېرته ګرځي.

سوداګر، محمد ادریس څرګندوي:«زما شاوخوا دوه شپیته بار لروونکي موټرونه په چمن ښار کې خالي کړه، ځکه د سپین بولدک لورې ته يې اجازه نه راکوله، او دا ټول راته تاوان شو.» 

د سوداګرو په خبره کله چې د سپین بولدک دروازه خلاصه وي، هره ورځ د سوداګر تر منځ د میلنونو  افغانیو راکړه ورکړه تر سره کیده. 

بل سوداګر، رحمت‎الله پهلوان زیاتوي:«اوس ډېر تاوان د پاکستان دي ځکه پاکستاني تجارانو هم خپل مالونه افغانستان ته راوړل چې اوس د پولې ها غاړې ته بند پاته دي.»
 
سره له دې چې دا دروازه د « د دوستۍ دروازه» په نامه یادزېږي خو اوس ډېر شمېر کسان چې ناروغان هم په کې شامل دي د دروازې پرانیستو تمه کوي تر څو د درملنې په موخه له پولې واوړې

شریک یي کړئ