Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عبدرب الرسول سیاف د کور ته‎څېرمه ۵ توغندي لګېدلي

نن له غرمې وروسته (د چنګاښ په ۲۹ مه)د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف کور ته‎څېرمه ۵ توغندي لګېدلي دي.

د رپوټونو پر بنسټ دغو توغندویو ځاني او مالي زیانونه نه دي لرلي.

د پغمان ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال سردار محمد حکیمي وايي چې دغه پنځه فیره توغندي د میدان وردکو ولایت له خوا توغول شوي دي.

د هغه په وینا، دغه موضوع د څېړنې لپاره د میدان وردکو له امنیتي چارواکو سره شریکه شوې ده.

عبدرب الرسول سیاف د دعوت اسلامي ګوند مشري هم په غاړه لري او اوس د حراست او ثبات شورا ریاست په غاړه لري.

ښاغلي سیاف ته نېږدې کسانو هم د هغه د اوسېدو ځای ته‎څېرمه د توغندیو د لګېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دغو توغندیو د لګېدو په پایله کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

په پغمان کې امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې د ښاغلي سیاف د کور ته‎څېرمه ۵ توغندي لګېدلي خو مرګ ژوبله یې نه ده لرلې.

شریک یي کړئ