Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قول اردو برید وروسته پرمصلحت‎پالنې د غني تورنېدل

يو شمېر پخواني امنیتي چارواکي او د ملي شورا غړي د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان، تورن‎جنرال مهمند کټوازی، د بلخ والي، د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر او دملي امنیت رئيس بلخ کې د سرتېرو د وژلو عاملین بولي.

دوی ولسمشر هم په لوړو څوکیو کې پر مصلحت کولو تورنوي او زیاتوي، په داسې حال کې مهمند کټوازی د عمرزیاتوالي له امله له دندې لیري شوی وه، خو بیا پر دندې وګمارل شو.

پخواني امنیتي مسوولین، لوړپوړي امنیتي چارواکي په تیره بیا د ملي دفاع وزیر او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په دندو کې په ناغیړۍ تورنوي.

دغه پخواني امنیتي مسوولین، د ملي دفاع وزارت چارواکي د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ۱۴۰ سرتیرو او افسرانو د وژلو مسوول بولي.
 
د ملي امنیت پخوانی مرستیال، غرزی خواخوږی وايي:"ډېر ملحوظات دي چې ښاغلي وايي څوک خفه نشي او هېڅوک نه مجازات کېږي، بلکې مکافات کېږي، چې راتلونکی یې داسې پېښې کېږي."

پخواني امنیتي چارواکي وايي د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان مومند کټوازی تیر کال په هغو ۷۴ جنرالانو کې و چې د عُمر د زیاتوالي له امله تقاعد شوی و، خو ولسمشر یو شمیر جنرالان چې باید تقاعد شوي واي بیرته د دې وزارت په مهمو چوکیو په دندو وګمارل.

سناتور، هاشم الکوزی څرګندوي:"د دې قول اردو په راس کې یو جنرال خو بیا هم داسې پېښه رامنځته کېږي. دې جنرال ته باید تقاعد ورکړل شوی وی، خو بیا راوستل کېږي، یا د اړیکو او یا د قومي او سیاسي پيیلتوب له مخې او پایله کې یې داسې خونړۍ پېښه رامنځته کېږی."

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه‎حسین مرتضوي وايي:"د ولسمشر واک دی چې څوک تمدید کوي او څېړنې کېږي که څېړنې څرګندې شي چې په دې پېښه کې دخیل وو خو په اړه به یې پرېکړه وشي."

د امنیتي ادارو مسوولین تیره میاشت د ولسي جرګې لخوا استیضاح شول، خو د باور رایې له اخیستو وروسته بیرته په خپلو دندو کې پاتې شول، له دې امله پر ولسي جرګه هم نیوکې کیږي.

د ولسي جرګې غړی، عبدالطیف پدرام څرګندوي:"ولسي جرګه هم په یو ډول دې پېښه کې ښکېله ده، ځکه چې بې‎کفایته امنیتي مسولانو ته یې رایه ورکړه، او اوس باید خلکو ته ځواب اوايي."

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید، پر ملي اردو ځواکونو بې مخینې برید دی، له دې مخکې یو کس چې په جعلي سند سره یې ځان د ملي امنیت شورا استازی معرفي کړی و د څو ورځو لپاره یې د دغې قول اردو دوې چورلکې او زغرګاډي کارولي و او دغه قول اردو د نوموړي د هویت په ډاګه کولو نه وه بریالۍ شوې. 

دوی ولسمشر هم په لوړو څوکیو کې پر مصلحت کولو تورنوي او زیاتوي، په داسې حال کې مهمند کټوازی د عمرزیاتوالي له امله له دندې لیري شوی وه، خو بیا پر دندې وګمارل شو

شریک یي کړئ