دلښکرګاه ښار اوسیدونکي ښارته نېږدي د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه اندیښنه لری دوی وايي چې یاده ډله د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه په لاس کي لري او د درېیمې حوزې ځینې برخې یې هم په واک کې دي.
د هلمند عملیاتي مسوؤل عبدالجبار قهرمان وايي څرګندوي چې د ادارې فساد شتون او همدارنګه د امنیتی ځواکونو نه پاملرنه د دې جګړې د اوږدیدو لامل شوې.
اوسمهال د لښکرګاه ښار درېیمه حوزه کې افغان پوځیان د وسلهوالو طالبان سره په دوسوه متري کې مخامخ جګړه کوي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی، نعمت الوايي:«د لښکرګاه اوسیدونکي د سهار د خوا پر سړک یو څوک پیدا کیږي چي دلته تیریږي خو د ماښام وخواته دا لارې ټولې بندیږي. او بیا ټول کسان د جګړي له وېرې امن سیمو ته ځي.»
همداراز د لښکرګاه ښار شاوخوا سرکونو کې د ګوتو په شمېر زده کوونکي لیدل کیږي چی په وېرې سره خپلو ښوونځيو ته ځي.
یو تن زدهکوونکی، عبدالصمد څرګندوي:«زموږ د ښوونځي سره ډېر نیژدي طالبان تل هلته ټکان وي، خو بیا هم موږ د مجبوریت له مخي ښوونځي ته راځو.»
د جګړې تاوان هغه ملکي کسان ورکوي چې کورنه یې د مرمیو په واسطه په کنډوالو بدل شوي.
د لښکرګاه اوسېدونکې، سلطانه زیاتوي:«زموږ په کورونو کې مرمۍ نښلي، او دا څو ورځې مخکې مو د کورنۍ دوه ماشومان ټپیان سوه ، پدغه سیمه کي ژوند کول ډير سخت دی.»
دا چې ولې لا هم جګړه د لښکرګاه ښار ته نېږدې روانه ده او خلک ترې په وېره کې دي د هلمند عملیاتي مسوؤل ښاغلی قهرمان وايي:«هم وظیفوي غفلت، هم فساد دا ټول د جګړي اثر دي چي دلته جګړه ګرمه ساتل شوې ده.»
دلته په کورونو کې افغان پوځیان ځای پرځای شوي، هڅه کوي ترڅو د وسلهوالو طالبان د پرمختګ مخه ونیسي.
د پولهساتو پولیسو سرتېری، راز محمد وايي:«دلته په یوه کور کې موږ او په بل کورکي طالبان دي، او څو ورځې مخکې دلته یو ځان وژوونکی هم راغی، خو تر چاودنې تر مخه موږ هغه وواژه.»
همداراز بل پولهساتی سرتیری، احمد ولي زیاتوي:«هره شپه تر دولسو بجو وروسته زموږ پر امنیتي پوستو جګړه پیلیږي، خو موږ هم دفاع کړي ده.»