د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې په ملي امنیت شورا کې پېچلی چاپېریال، د هېواد د سترو پرېکړو په نیولو کې د پڅوالي لامل شوی دی.
هغه چې د څو کلونو لپاره د ملي امنیت عمومي رییس او د هېواد د ملي امنیت شورا غړی وه،اوس د ملي امنیت په شورا کې د ستونزو یادونه کوي.
ښاغلی نبیل په دې شورا کې پیچلتیا د هېواد او خلکو لپاره زیان رامنځته کوونکی بولي.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په دې اړه وویل:«ولسمشر او اجرائیه رییس دې راشي د ملي امنیت شورا د دریځ، د دندو د لایحې او واکونو په اړه څرګنده تعریف ولري؛د دې پر ځای چې د امنیت شورا د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره ګټوره پرېوځي، چاپېریال یې ډېر ستونزمن کړی او پرېکړې یې پڅې کړې دي.»
د حکومت دا پخوانی چارواکی وايي چې د ولسمشر لخوا د واک انحصار، د موازي ادارو رامنځته کول او همداراز د بنسټونو سیاسي کول د حکومت د ناکاره ګۍ او ستونزو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه:«کله چې په امنیتي ځواکونو کې پرېکړې او سیاسي لیدلوري دخیلې شي، موږ له ستونزو سره مخامخ کوي، کله چې له خپلو کړنو سره ترجیح ورکړو د اکثریت او اقلیت قومي مسایلو ته لمن ووهو، ځینې شکمن خوځښتونه چې د یوه او یا دوو تنو فکري زېږنده وي،دا د ځینو شکونو لامل کېږي.»
ولسمشرۍ ماڼې د ولسمشر لخوا د قدرت انحصار ردوي او د ښاغلي نبیل د دغو ویناو په اړه داسې نظر لري.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د ښاغلي نبیل د څرګندونو په اړه داسې وویل:«ولسمشر د دغې شورا په ریاست کې دی او امنیتي وزیرانو په ګډون د حکومت مشران د دغې شورا غړي دي؛ د ټولو مسایلو په اړه په ټولیزه توګه بحث کېږي او په ټولیزه توګه پرېکړه کېږي.»
د ملي امنیت پخوانی رییس وايي د سولې او جګړې په اړه د حکومت د روښانه سیاست نشتوال، په هېواد کې د بې وزلۍ، د خلکو د ناخوښۍ او په راتلونکي د هغوې د بې باورۍ لامل شوی دی. د حکومت دا پخوانی چارواکی، د سیاسي اختلافونو هواری د هېواد د ستونزو د حل کېدو یوازینۍ لاره بولي.