Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان شوه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۱۶ مه د ملي شوار او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو ورځ اعلان کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزي،نن (پنجشنبې د چنګاښ په ۱ نېټه)له غرمې وروسته په یوې خبرې ناسته کې وویل چې دغه نېټه له حکومت سره په مشورې او زیاتو خبرو اترو څخه وروسته مشخص کړې ده.

ښاغلي احمدزي همدارنګه زیاته کړه چې دغه ټاکنې به له ټکنالوژۍ په استفادې سره ترسره شي.

له دې ټولو سره سره، له هغه څه نه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس اندېښنه څرګنده کړه، په هېواد کې د ناامنۍ زیاتوالی دی. هغه له حکومت او د ټاکنو له شریکانو څخه غواړي چې د ټاکنو امنیت دې ټینګ کړي او همدارنګه د ټاکنو د ترسره کېدو د بودیجې په برخه کې باید همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس،په دې نېټه کې د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل د امنیت په ټینګښت د حکومت او د ټاکنو د بودیجې په برخه کې د نړیوالو همکارانو په همکارۍ پورې اړوند بولي.

Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۱۶ مه د ملي شوار او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو ورځ اعلان کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزي،نن (پنجشنبې د چنګاښ په ۱ نېټه)له غرمې وروسته په یوې خبرې ناسته کې وویل چې دغه نېټه له حکومت سره په مشورې او زیاتو خبرو اترو څخه وروسته مشخص کړې ده.

ښاغلي احمدزي همدارنګه زیاته کړه چې دغه ټاکنې به له ټکنالوژۍ په استفادې سره ترسره شي.

له دې ټولو سره سره، له هغه څه نه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس اندېښنه څرګنده کړه، په هېواد کې د ناامنۍ زیاتوالی دی. هغه له حکومت او د ټاکنو له شریکانو څخه غواړي چې د ټاکنو امنیت دې ټینګ کړي او همدارنګه د ټاکنو د ترسره کېدو د بودیجې په برخه کې باید همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه