Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د ملي واکمنۍ د پښو لاندې کولو له امله پاکستان ته ګواښ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني د پنجشنبې په ورځ(د کب په ۵ مه)په کابل کې وویل که‎څه هم اسلام اباد د ترهګرو د حضور او مرکزونو په اړه د افغانستان نوملړ ته مثبت ځواب ورکړی،خو کابل غواړي چې هغه هېواد په دې لړ کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړی ګواښ کوي که پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړي د افغان امنیتي ځواکونو له جدي ځواب سره به مخ شي.

 دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر اسلام اباد ته یو نوملړ ولیږه چې په هغې کې په پاکستان کې د ۸۵ طالب مشرانو نومونه او همداراز په دغه هېواد کې د ترهګرو د ۳۲ مرکزونو ادرسونه لیکل شوي و، کابل اوس په دې اړه د عملي اقداماتو په تمه دی.

ښاغلي مستغني په دې اړه وویل:«که‎چېرې پاکستان په داسې اقدام لاس پورې کوي چې د نړیوالو حقونو تر پښو لاندې کول وي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی وي،افغان دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع لپاره چمتو دي او هغوی ته به ځواب ورکړي.»

په همدې حال کې د اجرائيه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«د پاکستان د توغندیو توغول تازه نه دي.دغه توغندي له ۲۰۱۱ څخه را په دې خوا دوام لري.موږ هڅه کړې ترڅو د دغو توغندیو د توغولو مخنیوی وکړ.او په دې اړه مو خبرې اترې لرلې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې له ترهګرو بریدونو وروسته په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د فشارونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.

هغه زیاته کړه:«له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلند په اړه ووایم چې په پاکستان کې افغان کډوال له یو شمېر ستونزو سره مخ دي افغان حکومت نه یوازې په پاکستان کې بلکې په نورو هېوادونو کې هم هڅه کوي ترڅو د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي کابل له اسلام اباد سره خبرو ته چمتو دی خو یو درېیم هېواد باید د دغو خبرو له څرنګوالي څارنه وکړي.

شریک یي کړئ