Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد روانه جګړه د اسلام خلاف ده

په هېواد کې روانه جګړه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده او ولسونه یې باید پر وړاندې له دولت سره لاسونه یو کړي.

په ننګرهار کې د اختر د لمانځه پر مهال دیني عالمانو پر ولسونو غږ وکړ چې روانه جګړه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده او باید د مخنیوي لپاره یې له دولت سره لاسونه یو کړي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې یې د اختر د نمانځلو لپاره کلک امنېتي تابیاوې نیولي.

دیني عالم، ظاهر حقاني وايي:«په جنازو او جوماتونو کې چاودنې کوي او د الله د مقدساتو سپکاوی کوي، د الله د کتاب سپکاوی کوي، نو بیا څنګه دعوه کې اسلامي ایمان، د اسلامي امارت او دولت.»

د دولت د مخالفو وسله‎والو پر وړاندې افغان ځواکونه بریالي ګڼل کېږي او وروستۍ ترهګریزې پیښې هم غندل کېږي.

همداراز د ننګرهار والي، ګلاب منګل څرګندوي:«د سږ کال روژه تر ټولو خونړۍ وه چې د هېواد دښمنانو ډېر بریدونه پر خلکو او آن پر جوماتونو بریدونه وکړل، چې ډېر شمېر کسان په کې ووژل شول.»

ننګرهار کې امنېتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د اختر نمانځلو لپاره یې کلک امنېتي تدابیر نیولي.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمي زیاتوي:«موږ به د شپې او ورځې خوب ونکړو تر څو خپل زورېدلي ولس ته د امنیت تامین وکړو او خلک اختر په خوشالیو کې تېر کړي.»

دا ډاډ داسې وخت ورکول کېږي چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لا هم دولت ضد وسله وال پراخ فعالیتونه لري.

د هېواد روانه جګړه د اسلام خلاف ده

په ننګرهار ولایت کې د اختر لمانځه پرمهال دیني عالمانو له افغان ځوکونو ملاتړ اعلان سره، د دولت مخالفو وسله والو بریدونو او جګړه د اسلامي شریعت خلاف وبلله

شریک یي کړئ