Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په شمال کې د داعش او طالبانو د نفوذ په اړه د جمعیت ګواښ

 د جمعیت اسلامي ګوند یوشمېر غړي، د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۸ مه) د بغلان د ولایتي شورا د پخواني غړي رسول محسني په څلورم تلین کې په کابل کې ګډون کړی وه او د هېواد سیاسي او پوځي اوضاع کړکېچنه وبلله.

د بلخ والي عطا محمد نور په دې غونډه کې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او داعشیانو شتون ډېر خطرناک وباله.

ښاغلي نور په دې اړه زیاته کړه:«طالبان نن څلور ډلې شوي دي؛له خطرناکه ډلې څخه یې داعش جوړ شوی چې په شمال کې دي، سپین بیرغونه تور شوي دي..په سیمو کې یې چورلکې ننوځي نه پوهېږم چې د امو له هغې غاړې راځي یا د امو له دې غاړې او یا هم د ډیورنډ له هغې غاړې او موټر سایکلونه کوزوي. نیابتي جګړه روانه ده زموږ په زرګونه خلک قرباني کېږي.»

د احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود څرګنده کړه:«مشران او دفاع کوونکي یې ووژل ترڅو شمال ته ولاړ شي؛ د شمال جګړه پلان شوې جګړه ده.»

د بلخوالي وايي چې حکومت د ترهګرو په وړاندې د مبارزې لپاره چې خلک وژني هیڅ د مخنیوي پروګرام نه لري.

د بلخ والي څرګنده کړه چې حکومت د هغو ترهګرو په وړاندې چې د هېواد په شمالي برخو کې خلک وژني هېڅ پروګرام نه‎لري.

هغه په ډاګه کړه:«دغه جګړه له اقتصاد او سیالۍ سره اړیکه لري؛که‎چېرې دولت پاملرنه ونه کړي، شمال به په سوریه بدل شي. د سني او شیعه جګړه په لاره اچوي، زه که په جګړه کې لاسوهنه وکړم وايي په خپل سر کار کوی خو دغه دریځ زموږ لپاره د منلو وړ نه دی.»

د جمعیت اسلامي دا غړي په تېرو څو کلونو کې د جهادي قومندانانو وژل کېدو ته په اشارې سره وايي چې پرله پسې وژنې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره یوه توطیه ده.

د پخواني ولسمشر مرستیال او د جمعیت ګوند غړي یونس قانوني څرګنده کړه:«ځنځیزې وژنې له حده زیاتې شوې له تېرې ورځې پیل او تر ننه دوام لري،د دسیسو مخه باید ونیول شي. دا وژنې ستراتېژۍ دي  چې نن هم دوام لري او څرګنده مانا یې پیدا کړې ده؛ شمالي سیمو ته د جبهو لېږد کورنۍ او بهرنۍ سټراتېژي ده.»

د جمعیت اسلامي غړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د واک په تمرکز نیوکه کوي،او د ملي شورا د ټاکنو په ترسره کېدو، او د اساسي قانون د لویې جرګې په جوړېدو، د اساسي قانون په تعدیل او د سیاسي نظام په بدلون ټینګار کوي.

د جمعیت اسلامي ګوند رییس او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‎الدین رباني په دې اړه څرګنده کړه:«اساسي قانون باید تعدیل شي، نظام باید نامتمرکزه شي!او د سیاسي نظام اصلاح د پارلماني نظام له لارې شونې ده.»

ښاغلي قانون هم زیاته کړه:«ولسمشریزې ټاګنې د سیاسي ټولنې لپاره سره کرښه ده؛ د خلکو او سیاسي تولنې لپاره هېڅ پلمه د منلو وړ نه ده.»

د دغې غونډې ګډونوال له ټولو ګوندونو غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې تر یوه نوم لاندې راغونډ شي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند د غړو ترمنځ د اختلافونو خبره کېده، خو د دغه ګوند اجرائیه رییس د ګوند په بیا متحدېدو ټینګار کوي.

د عطامحمد نور د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه رییس وویل:«موږ یو ځانګړی او یو ټولګۍ غواړو؛ هېڅوک غوره نه دي هرڅوک چې د غوره والي دعوا کوي بسم الله! ځو د ګوند د کنګرې د جوړېدو په لور، رای اچونه کوو هر چا چې کار کړی هغه د مشر شي. د جمعیت ګوند باید جوړ شي.»

د جمعیت اسلامي ګوند غړي له ټولو ګوندونو غواړي چې د طالبانو او داعش په له‎منځه وړو کې سره یوځای کار وکړي.

عطا محمد نور په هېواد کې په ځانګړې توګه په شمال کې د طالبانو او داعشیانو د فعالیتونو زیاتوالی خطرناکه بولي او تینګار کوي چې ځینې هېوادونه د دغو ډلو د پیاوړتیا لپاره، له هغوی سره مرسته کوي.

شریک یي کړئ