Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ ادارې په افغانستان کې هوايي بریدونه زیات کړي

د امریکا د هوايي ځواکونو شمېرې ښيي چې د روان زیږدیر کال په لومړنۍ نیمايي کې، په افغانستان کې امریکايي پوځيانو، پر ترهګرو  څه باندې یو زرو او ۶۰۰ بمونه غورځولي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، د تېر کال د ورته وخت له پرتلې سره ۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي. پرېکند ملاتړ مأموریت چې ډېری دغه بریدونه په افغانستان کې ترسره شوي، او طالبان یې په نښه کړي دي.

دا یعنې په افغانستان کې د امریکا د هوایي ځواک جګړه هغې کچې ته رسېدلې چې دغو ځواکونو په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو پرخلاف کوله.

په داسې حال کې چې د امریکا د هوايي ځواک د شمېرو له مخې د روان زیږدیز کال له پيله د جون تر ۳۰ مې د امريکايي او د ایتلاف الوتکو یو زرو او ۶۳۴ توغندي او مهمات غورځولي دي.

دا شمېر په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زیږدیز کلونو کې په دې ته ورته وخت کې تر دې ډېر لږ و.

د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی سلاکار شان مکلي په دې اړه وايي:«د ائتلاف ځواکونه د جګړې په عملیاتو کې ونډه نه اخلي، دغه عملیات د افغان پیلوټانو له خوا ترسره کېږي او خو د هغوی د روزنې په برخه کې مرسته کېږي.»

د غوڅ ملاتړ ماموریت تایید کړې چې سږ کال ډېری دغه بریدونه د طالبانو پرخلاف شوي او په ځینو بریدونو کې هم داعش جنګیالي په نښه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده وي:«موږ هرهشپه کابو ۱۰۰ هوايي فعالیتونه لرو چې له دې ډلې ۶ تر ۱۰ ملاتړي او پر دښمن د ګوزا لپاره دي.»

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو بریدونه له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې په افغانستان کې د طالبانو پرخلاف د بهرنیو ځواکونو جګړه پای ته ورسېده کرارکرار کم شول.

امریکا او ایتلافي ځواکونو په داسې حال کې په هېواد کې هوايي بریدونه زیات کړي چې پنټاګون تراوسه افغانستان ته د زرګونو پوځیانو په رالېږلو غور کوي.

د امریکا د هوايي ځواکونو د شمېرو پر نبسټ، د روان زیږدیر کال له پيله او د جون میاشتې تر پایه، د امریکايي او ائتلاف ځواکونو الوتکو، یو زرو او ۶۳۴ چاودنې توکي وسلې په افغانستان کې استعمال کړي دي.

شریک یي کړئ