Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیسو په لیکو کې فاسدو کسانو ته د کورنیو چارو وزیر ګواښ

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، نن پنجشنبې(د وري په ۳۱ مه) د هېواد شمالي ولایت بغلان ته په خپل سفر کې وویل چې شمالي ولایتونو ته له دغه سفر څخه یې موخه د امنیتي اوضاع څېړل او همدارنګه د امنیتي ځواکونو د کار د څرنګوالي څېړل دي.

هغه ګواښ کوي چې له دې وروسته د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فاسدو کسانو ته ځای نشته او له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

ښاغلي جاهد څرګنده کړه:«هغه کسان چې په فساد ککړ دي، په اخلاقي فساد اخته دي او هغوی ځان په قوم او ګوندونو پورې تړلي بولي هغوی نور د پولیسو په لیکو کې ځای نه‎لري باید د خلکو د امنیت د ټینګښت په لړ کې کار وکړو.»

ښاغلی جاهد زیاتوي افغان ځواکونه د پریکنده ملاتړ ماموریت په ملاتړ هڅه کوي د ترهګرو د ځپلو لپاره  شپني عملیات زیات کړي.

د کورنیو چارو وزیر زیاتوي:«نړیواله ټولنه زموږ امنیتي ځواکونه تمویل او تجهیز وي موږ ترې مننه کوو د ناټو له پرېکنده ملاتړ مأموریت په ځانګړې توګه له امریکا څخه تل یې له موږ سره مرسته کړې او زموږ ستونزې یې اکمال کړې دي.»

له بلخوا د بغلان والي وايي چې په نوموړي ولایت کې د امنیتي ځواکونو اوسني تشکیلات بسنه نه‎کوي او غواړي چې په دې اړه له سره غور وشي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي څرګنده کړه:«زموږ د غوښتونو مهم یې دا دي چې به بغلان ولایت کې د ملي پوځ ځواکونه تر هغې کچې چې ورته اړتیا ده بسندویه نه دي موږ د یوې بشپړې لوا سره له تجهیزاتو غوښتونکي یوو که‎چېرې مرکزي دولت وکړای شي ډېر ژر دغه امکانات زموږ په واک کې راکړي ډېر ښه کېږي زموږ امنیه قومنداني یوې ۳۰۰ کسیزې قطعې ته اړتیا لري چې باید ځای پر ځای شي.»

د بغلان ولایت یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران وايي چې قانون باید پر ټولو یو شان عملي شي.

د بغلان د علماوو شورا غړی مولوي سبحان الله صدیق وايي:«زموږ دولت هر یو ږیرور بد ویني هر ږیرور هغوی ته طالب دی او دا هغه ستونزې دي چې علما یې په بغلان کې لري.»

د بغلان د علماوو شورا غړي مولوي رحم خدا هم څرګنده کړه:«اساسي قانون چې د ټولو قوانینو مور ده له یوې مادې څخه پرته هغه دا چې کابل د افغانستان پلازمېنه ده نورې ټولې مادې یې په پام کې نه‎نیول کېږي د بغلان خلک د قوت په منځ کې هېڅ ستونزه نه‎لري ټول مخالفان د نظام په وړاندې مخالفت لري.»

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې بغلان ته سفر کړی چې په اوسني وخت کې په دغه ولایت کې یوه ولسوالي او په لسګونه کلي د طالبانو په لاس کې دي.

شریک یي کړئ