Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښوونې او روزنې برخه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام

په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لارېنس په تېرې یوې نیمې لسیزه کې په افغانستان کې ښوونه او روزنه ستایي او وايي چې د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفیر وايي په اوسني وخت کې اته اعشاریه اوه مېلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي او دا د لوي پرمختګ ښودنه کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر هوګو لارېنس په دې اړه وویل:« باکیفیته او هراړخیزې زده کړې ته لاسرسی، د هر ماشوم حق دی او د تېرې یوې نیمې لسیزې پرمختګونه ښه دي، زموږ یو افغان همکار د افغانستان په ختیځ کې د یوه کلی دی، کله چې نوموړی ځوان وه په سیمه کې یې یوازې یو لومړنی او منځنی ښوونځی وه، کله چې هغه اوس خپلې سیمې ته ځي د ښوونځیو شمېر زیات شوی، د دې سیمې خلکو دا درک کړې چې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره نجونې او هلکان زده کړو ته اړتیا لري، دا د تېرې یوې نیمې لسیزې د پرمختګ ثبوت دی.»

په کابل کې دغه لوړپوړی امریکایي چارواکی په هېواد کې پر ښوونیزې تګلارې د بیا غور کولو په اړه د افغانستان د پوهنې وزارت د پریکړې هرکلی کوي.

ښاغلي لارېنس زیاته کړه:« موږ سږ کال پر ښوونیزې تګلارې د بیاغور کولو لپاره د افغان حکومت د تصمیم هرکلی کوو، دا پروګرام سربېره پر دې چې زده کړو ته د پراخ لاسرسي په اړه دی، پر کیفیت ټینګار کوي، دغه پروګرام د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال ګډون او د نړیوال بانګ د پوهنیزو پروګرامونو په شان سازمانونو د همغږۍ لپاره مهم بلل کېږي، تمه لرو چې دا ډول پروګرامونه له هغو ماشومانو سره مرسته وکړي چې تراوسه ښوونځي ته د تلو زمینه ورته برابره نه ده.»

په کابل کې د امریکا سفیر وايي د امریکا د نړیوالې پراختیا بنسټ ژمن دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۳۵ ټوکه د لوست کتابونه له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې د افغانستان د ښوونځیو ټولو زده کوونکو ته په بشپړه اندازه چاپ کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر ښوونځي ته له تلو څخه د درې نیم مېلیونو ماشومانو له محرومېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې له ښوونې او روزنې څخه پرته به ستونزمنه وي چې د افغانستان خلک د خپل هېواد د ودې په حال اقتصاد کې بریالۍ ونډه واخلي.

شریک یي کړئ