Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل استېناف محکمې یو کس یې د وژنې په جرم په اعدام محکوم کړ

د کابل د استیناف محکمې یوکس د خپلې میرمنې د وژلو پر تور پر اعدام محکوم کړ، د وژل شوې ښځې ورور او د دوسیې څارنوال وايي دغه سړي خپله مېرمن په داسې حال کې چې امینداوره وه وژلې او ماشوم یې هم له منځه تللی.

له دې وړاندې هم د کابل لومړنۍ محکمې هم دغه کس په اعدام محکوم کړی وه.

د کابل استېناف محکمې په دغې غونډه کې د مجرم او مقتول د کورنۍ په حضور کې د هغه کس دوسیه وڅېړله چې۷ میاشتې وړاندې یې د کابل په مکروریانو سیمه کې خپله مېرمن وژلې وه.

څارنوال عبیدالله سمسور وویل:«د پېښې د تورن له صریح اعتراف څخه چې په خپلې مېرمنې درې ډزې کړي چې د خاوند له خوا یې د وږمې د وژل کېدو یو لامل دی.»

د وژل شوې ښځې ورور میرویس څرګنده کړه:«کله چې نورالله د شپې زموږ په کور کې وه،خپلې ښځې ته یې وویل چې سره خبرې کوو،خو مېرمن یې چې کله غوښتل له کوټې څخه بهر شي پر هغې یې ډزې وکړې او د مرمۍ په درې ډزو سره ماشوم یې هم له منځه ولاړ او خپله یې هم.»

خو مجرم وايي چې هغه په رواني حالت کې پر خپلې مېرمنې برید کړی دی او اوس له دغې کړنې څخه پښېمانه دی.

مجرم نورالله وویل:«ما مې له خپلې مېرمنې سره هېڅ ستونزه نه لرله،هېڅ نه پوهېږم چې څه ډول پېښه شوه،خدای شاهد دی چې زه هېڅ پوه شوی نه یم.»

په پایله کې استېناف محکمې دا کس د خپلې مېرمنې د وژلو په جرم په اعدام محکوم کړ.

د کابل د استېناف محکمې رییس معراج‎الدین معراج وویل:«د وږمې د وژل شویو په پېښه کې او د نوموړې د حمل له منځه وړل،د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۲۲ مې مادې د ۲ فقرې په لارښونې او د جزا قانون د ۹۵ مې مادې د ۷ مې فقرې په سمون کې په اشد مجازات یعنې پر اعدام محکوم وو.»

نورالله له نا قانونه وسلې سره چې په لاس کې درلوده، خپله مېرمن ووژله. همداراز  د کابل استیناف محکمې پرېکړه وکړه چې د کابل د نهمې امنیتي حوزې پولیس له دې امله چې د قاتل وسله یې نه ده تسلیم کړې، باید تر عدلي او قضايي څارنې لاندې ونیول شي.

شریک یي کړئ