Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل- اسلام اباد اړیکې؛ډېر ژر یو پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

د کابل، اسلام اباد او بیجنګ ترمنځ له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ له هوکړې وروسته، افغان حکومت د سې‎شنبې په ورځ(د چنګاښ په ۶ مه) د دې پخلی وکړ چې ټاکل شوې ډېر ژر یو پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او همدارنګه له افغانستان څخه یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړشي.

د کابل او اسلام اباد له سړو اړیکو بیا د یوې نوې لارې د پرانیستلو لپاره د بیجنګ منځګړیتوب، افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر له سفره وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي داسې هوکړه شوې چې له مخې به یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې د خبرو لپاره د طالبانو دهڅولو په موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکاریو نوی باب پرانیستل شي، چین به په دې لړ کې د اسانتیاوو د برابرونکي رول ولوبوي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«هغه ترهګرې ډلې چې په جنایت لاس پورې کوي او هغوی اډې لري، د ټپيانو درملنه یې هلته کېږي د دوی فعالیت باید ودرول شي او هغه نوملړونه چې موږ ورکړي دي باید وڅېړل شي او د چین هېواد چې اوس د اسانتیاوو برابرونکی دی او همدارنګه امریکا چې په څلور اړخیزو غونډو کې څارنه کوله دوی له هغو ادعاو چې کېږي کره او دقیقه څارنه وکړي  ترڅو ثابته شي چې څوک په صادقانه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او څو د شعار تر کچې دغه خبره مطرح کوي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي مالوماتو راکړه ورکړه او همداراز له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان او شانګهاي د همکاریو د اړیکو ډلې جوړېدل د کابل، اسلام اباد او بیجنګ ترمنځ د نوې هوکړې بله برخه ده.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د استخباراتي مالوماتو د تبادلې په اړه داسې وایي.

شاه حسین مرتضوي زیاتوي:«کابل ته د پاکستاني پلاوي راتلل او پاکستان ته زموږ د پلاوي تلل، موږ تمه لرو چې موږ وکړای شو یوې منظمي پایلې ته ورسېږو چې د هغه په چورلیز وکړای شو ښه ګامونه پورته کړو.»

په دې لړ کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل له طلوع نیوز سره په ټلېفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي مالوماتو راکړه ورکړه د هېواد په ګټه نه بولي.

ښاغلی نبیل وايي په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه روښانه دي او د مالوماتو تبادلې ته اړتیا نشته.

له بلخوا د افغانستان نوې ملي جبهه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي مالوماتو د راکړې ورکړې په هکله داسې وايي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وویل:«دا ډول هوکړه لیکونه د هغو دولتونو ترمنځ لاسلیک کېږي چې لږ ترلږه ترمنځ یې اعتماد وي که‎چېرې دوی یو بل ته مالومات هم ورکړي شونې ده چې سم مالومات نه وي. زما په اند دومره ستر انکشاف نه دی.»

له بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې افغانستان او پاکستان د استخباراتي مالوماتو د راکړې ورکړې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

شریک یي کړئ