Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د پوځي هوايي ډګر په رغن‎ځای (ورکشاپ) کې د تجهیزاتو کموالی

د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د ملي پوځ د چورلکو د رغونې لپاره د تجیهزاتو کموالي، د دغه رغن‎ځای انجینران یې دې ته اړ کړل ترڅو د امریکايي او روسي وسایلو له یوځای کولو او کار اخیستو سره، د چورلکو د «تورې بکسې»د څېړلو لپاره په خپله د لارښونې یوه اله جوړه کړې ده.

سید نعیم له څه د پاسه ۳۵ کلونو راهیسې د هېواد د هوایي ډګر په رغن‎ځای (ورکشاپ) کې خدمت کوي، نوموړی وايي د هغو انجینرانو په همکارۍ چې د چورلکو د ارزیابۍ او رغونې په برخه کې له شلو کلونو زیاته تجربه لري د روسي او امریکايي وسایلو په کارولو سره یې د تورې بکسې د څېړلو دستګاه، یو لارښوونکی سیستم او همداراز د چورلکو د ارزونې او د عوارضو د له منځه وړلو لپاره د برېښنا د تولید ځانګړې دستګاه جوړه کړې ده.

سید نعیم، چې اوس د کابل د پوځي هوايي ډګر د برېښنايي او راډیويي څانګې د امریت مسؤولیت په غاړه لري، وايي چې له دې وړاندې یې په دغه رغن‎ځای کې یې لابراتوار او دستګاه نه‎لرله.

هغه زیاته کړه:«د «جي پي اس» سیستم فعالول،کابو یو کال کېږي چې د لارښونې سیستم چې د کنټرول لپاره دستګاوې لابراتوار ته داخل شي؛موږ په خپله له دغو پخوانیو پرزو څخه لاسرسی مو درلود، له نقشې سره مو جوړ کړ،ورغولې او چمتو مو کړې.»

انجینران وايي د دوی لخوا په جوړو شویو دستګاوو سره کولای شي په دوو اوونیو کې له ۱۰ تر ۱۲ چورلکې په معیاري توګه وڅېړي او الوت ته یې چمتو کړي.

سید نعیم زیاته کړه:«موږ هېڅ ډول لابراتوار او هېڅ ډول دستګاه نه‎لرله؛هر څه مو له صفر څخه پیل کړل،بالاخره اوس سل په سلو کې د خپلو الوتکو معاینات په سټنډرډه توګه په خپله کار کوو.»

په لسګونه انجینران چې ډېری یې په پخواني شوروي کې زده کړې کړې، د کابل د پوځي هوايي ډګر په ورکشاپ کې د هغو چورلکو په ارزونې او رغولو بوخت دي چې امنیتي ځواکونو ته د مرستې رسولو او امنیت د ټینګښت په موخه له ټاکلو معیارونو د زیاتو ساعتونو لپاره الوتنې کوي.

د کابل د پوځي هوايي ډګر د حفظ او مراقبت ډلې غړی محمد یاسین وايي:«څلور مسلکه کار کوي؛ انجین(ماشین) بدن، د برېښنا حالات، راډیو او وسله، هره برخه ځانګړې او هر سیستم دلته په خپله معاینه کوو.»

له ۷۱ تر ۸۱ کلونو پورې ناامنیو د کابل د هوايي ډګر رغن‎ځای چې د پخواني شوروي لخوا جوړ شوی و، ویجاړ کړ، دغه رغن‎ځای په ۱۳۸۴ هجري لمريز کال کې د امریکايي ځواکونو په همکارۍ ورغول شو.

د کابل د پوځي هوايي ډګر انجینران، د پرمختللو وسایلو د نه‎لرلو له امله، اړ شوي ترڅو د امریکايي او روسي وسایلو څخه په ګټه اخیستنې سره داسې یوه دستګاه جوړه کړي چې له هغه سره د الوتکو توره بکسه وڅېړل شي.

شریک یي کړئ