ملي دفاع وزارت نن( سېشنبې د غبرګولي۲مه) اعلان وکړ هغه کسان چې کابل کې پر ۴۰۰ بستریز روغتون د امنیت په خوندی کولو کې په ناغیړی ۱۶تنه تورن دي او تېره ورځ محاکمې ته حاضرکړیی شول، خو د سردار محمد دوادخان په روغتون باندې د برید حقیقت موندونکی کمسیون غړي وایي تر هغې چې په دغې برید کې تورن لوړ پوړي چارواکي محاکمه نشي دوي ته دمنلو وړ نه ده.
دا وزارت وايي، هغه کسان چې د سردار محمد داوود خان روغتون برید کې پر ناغېړی تورن دي، محکمې ته حاضر شوي دي.
دا محکمه په پټه ترسره شوې او جزئیات یې هم نه دي خپاره شوي، خو حقیقت موندونکی کمسیون غړي وایي تر هغې چې په دغې برید کې تورن لوړ پوړي چارواکي محاکمه نشي دوي ته دمنلو وړ نه ده.
پر محمدداوودخان روغتون له ځانمرګي بریده د کابو درېیو میاشتو په تیریدو سره، حکومت د دوشنبې په ورځ د رسنیو د استازو له ګډونه پرته هغه شپاړس تنه محاکمه کړل چې د دغه روغتون د امنیت په ساتلو کې په ناغیړۍ تورن و.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش ویلي دي:"تاسو ډاډه ووسئ هغه کسان چې پر ناغېړی تورن دي، محکمه به شي او د پلان له مخې په له ټولو پلټنې وشي. ۲۴ تورن کسان وو خو تر اوسه یې ۱۶ محاکمه شوي دي."
په داسې حال کې چې حکومت اعلان کړی و پر محمدداوودخان روغتون د ځانمرګي برید په تړاو د لوړپوړو افسرانو په ګډون ۲۴ تنه نیول شوي، اوس له دغو کسانو شپاړس تنه په پټه محاکمه شوي دي.
د دې محاکمې جزیات تراوسه نه دي روښانه شوي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس، محمدهاشم الکوزی وايي:"موږ اوس ګورو چې جنرالان، ډګرجنرالان او هغه افسران چې د تورنو په نوملړ کې دي محاکمه کيږي او که بیچاره او بېواسطې کسان."
پر محمدداوود خان روغتون برید په هیواد کې پيچلی برید بلل شوی خو تراوسه د حقیقت موندونکي کمیسیون څیړنې نه دي په ډاګه شوې.
مالوماتو ته د لاسرسي کمېسیون غړی، عینالدین بهادري څرګندوي:"که رسنیو ته کره مالومات ورنکړل شي او له حقایقو بېخبر پاتې کېږي او دا حکومت ته زیان دی چې عمومي افکار یې پر وړاندې منفي کيږي."
پر محمدداوودخان روغتون په ځانمرګي برید کې څه د پاسه ۵۰ تنه مړه او کابو سل نور ټپيان شول، د ملي دفاع وزارت چارواکو تایید کړې د ننه له روغتون څخه یو شمیر کسانو له بریدګرو سره هم همکاري کړې ده.