Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز ښار ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځې نښتې

په کندز ولایت کې یو شمېر افغان ځواکونه وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولایت مرکز ته نېږدې نښتې روانې دي.

دا ځواکونه څرګندوي چې د کندز-‎تخار لاره د پنځو ورځو راهیسې د تګ راتګ پر مخه تړلې ده او د لارې په اوږدو کې د عامله نظم پولیسو څلور تر پنځو پورې پوستې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

افغان ځواکونه خبرداری ورکړي، که چېرې ورته ژر مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي ښاېې دا سرتېري اسیر شي.

د طلو‎ع‎نیوز خبریال، کریم امیني وايي چې طالبان له ښاره ۱۵۰ متره لیري په چرخاب سیمه کې دي.

د کندز ګارنیزوین قومندان، مجاعد عظیمي وویل:«هر پرمختګ سره یوه جلسه نیسي، جګړه خو په جلسې نه کېږي.»

همداراز د لویو لارو ډلګۍ مشر، رحمت‎الله زیاتوي:«له درې ورځو راهیسې له دښمن سره په نښته کې یوو. له ۱۰۰ تر ۱۵۰ متري کې په چرخاب سیمه کې دي د خلکو په کورنو کې یې ځای نیولی دی. له هغه ځایه پر موږ ډزې کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې پر ورځ د امنیتي ځواکونو پر بې‎پرې‎والي نیوکه وکړه.

کندز کې وروسته له هغې نښتې زیاتې شوې چې د قلعه‎زال ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده، اوس‎مهال افغان ځواکونه له دې ولسوالۍ وتلي او ايي چې د پوځي مرستې نه رسېدو دا ولسوالۍ نسکوره شوه.

په کندز ولایت کې سرتېري وايي چې له تخار سره پر پرتې لارې د افغان ځواکونو یو شمېر پوستې د طالبانو په کلابندۍ کې دي او مرستې ته اړتیا لري

شریک یي کړئ