Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز ښار ته نېږدې سختې نښتې

د کندز ولایت سیمه‎ييز چارواکو نن( یک‎شنبې د غويی۱۷مه) وویل چې د کندز ښار ته نېږدې په چرخاب سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ شنبه د دې ولایت قلعه‎زال ولسوالۍ د وسله‎والو په لاس نسکوره شوه.

د کندز د والي ویاند، سیدمحمود دانش تائیدوي چې د افغان ځواکونو او وسله‎والو ترمنځ په چرخاب سیمه کې نښته روانه ده خو زیاتوي:"افغان ځواکونو تېره ورځ له قلعه‎زال ولسوالۍ څخه شاتګ کړی دی."

دی زیاتوي:"اوس‎مهال افغان ځواکونو د قلعه‎زال ولسوالۍ کلابنده کړې ده."

چرخاب د کندز ولایت په ختیځ کې د کندز خان آباد پر لاره پرته سیمه ده. دا سیمه له تخار ولایت سیه هم لاره لري.

په همدې حال کې د کندز ولایتي شورا یو غړی، صفي‎الله امیري خبرداری ورکوي چې دوی به په دې ولایت کې د نا امنیو له امله خپل دفتر وتړي.

ویل کېږي چې اوس‎مهال د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې هم نښته روانه ده.

طالبانو ویاند هم ادعا کړې چې وسله‎والو یې په خان آباد کې پر څو پوستو برید کړی او یوه یې نسکوره کړې ده.

خو امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې ولایت په څو برخو کې وروستیو نښتو د خلکو اندېښنه راپاراولې ده.

کندز تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د طالبانو لاس ته ولوېد.

د کندز ښار ته نېږدې سختې نښتې

د کندز ولایت قلعه‎زال ولسوالۍ تر نسکورېدو وروسته په چرخاب سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته روانه ده

شریک یي کړئ