Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار د قربانیانو په منځ کې لوړپوړي چارواکي او بهرني وګړي

د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یوه مېلمستون کې د چاودنې په ترڅ کې د والي د مرستیال په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او د کندهار د والي او په کابل کې د اماراتو د سفیر په ګډون ۱۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي،په واشنګټن کې افغان وګړی نذیریما قریشي،د کندهار د بهرنیو چارو رییس،په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجاني او پخوانی سناټور سراج الدین سفري او همدارنګه د عربو د متحده اماراتو ۵ وګړي د وژل شویو په منځ کې دي.

چارواکي زیاتوي چې د کناهار والي همایون عزیزي،په کابل کې د عربو د متحده اماراتو سفیر جمعه الکعبي،د هېواد یو سوداګر او د حامد کرزي د تره زوی هاشم کرزی،د والي د دفتر رییس شکیب،د هېواد یو بل سوداګر صدیق مومند او څلور نور د عربو اماراتو ډیپلوماټان د دغې پېښې د ټپيانو په ډله کې دي.

د کندر د والي ویاند صمیم خپلواک طلوع نیوز ته وايي چې چاودېدونکي توکو په یوه کوچ کې ځای پر ځای شوي او هغه مهال نن ماښام وچاودېدل چې د کندهار سیمه‎ييز چارواکو په افغانستان کې د دغه ولایت په مېلمستون کې د عربو د متحده ایالاتو سفیر،او کونسل کوربه توب کاوه.

خپلواک وايي چې په دغې پېښې کې د کندهار والي همایون عزیزي،د عربو د متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي او کونسل ټپيان شوي دي.

د عربو د متحده اماراتو سفیر دغه ولایت ته د یوه روزنتون د پرانستو لپاره تللی وه.

په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د دغه پېښې اصلي هدف دی وه خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

په همدې حال کې طالبان په دغې چاودنه کې د دغې ډلې لاس لرل ردوي او وايي چې دغه چاودنه د حکومت د چارواکو د خپل منځیو اختلافونو له امله وه.

شریک یي کړئ