نن پنجشنبې (د وري په ۳ مه) په کابل کې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه او د «عالیست افغانیست» تر نامه لاندې یو نندارتون پرانستل شو.
په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۰۴ شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
په همدې حال کې د سواګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د کورنیو تولیداتو د ودې او د ډېرو وارداتو د مخنیوي لپاره په بازارونو کې د خلکو د اړتیاو په هکله کره څېړنه وشي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مالي مرستیال توفیق داوري وویل:«زه د یوه سوداګر په توګه نه پوهېږم چې ایا د افغانستان کورنۍ اړتیا څومره ده کوم شرکت کوم توکي واردوي څومره کورني تولیدات لرو باید په دې برخه کې سمې پالیسۍ په پام کې ونیول شي او له بازارونو څخه کره ارزونه شتون ولري.»
د بیخبنسټونو په برخه کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي وايي:«په دولتي بنسټونو کې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده کېږي د ولسمشر د پرېکړې پر بنسټ په دولتي تړون کې کورنیو تولیداتو ته ۲۵ سلنه تخفیف ورکول کېږي.»
نازیه حیدري د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي. هغه وايي چې د بازار د نشتوالي له امله نهشي کولای خپل تولیدات په مناسبه بیه په بازارونو کې وپلوري او حکومت د ښځو د صنایعو لپاره بازار موندنې ته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړه:«مېرمنې مشخص مارکېټونه نهلري او د دولت له خوا یې ملاتړ نه کېږي کهچېرې دایمي بازارونه جوړ شي دغه کار به د ښځو لپاره ډېر ګټور وي.»
د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیاله نبیله مصلح وايي:«د ښځو د اقتصادي توانمنۍ پالیسي او پلان نه یوازې د کار د ښه شرایطو د رامنځته کېدو په برخه کې مرسته کوي سرچینو،سیمهييزو خدماتو لاسرسي او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې اسانیتاوې به رامنځته کړي.»
د دغه نندارتون یوشمېر ګډونوال د داشان نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د پلور لپاره ښه بولي.
یو ګډونوال علي وسیم وویل:«نه یوازې د افغانستان غالۍ بلکې ټول کورني تولیدات د دې لامل کېږي چې د هېواد اقتصاد وده وکړي د داشان نندارتونونو جوړېدل د دې لامل کېږي چې خلک له کورنیو تولیداتو سره بلد شي.»
اخوا یو شمېر سوداګر له حکومته غواړي چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د ښه توکو د تولید زمینه برابره کړي ځکه دا کار د هېواد د اقتصادي ودې لاره هواروي.