Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۹ شاهین قول اردو پخوانی قومندان قضايي بنسټونو ته معرفي شو

د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۷ مه)وویل چې د ملي پوځ د شاهین ۲۰۹ قول اردو د طالبانو د تېرې اوونۍ په مرګوني برید کې دندیزه بې پروايي او د جرم نښې لیدل شوي دي.

له دې ټولو سره سره د یوې اوونۍ په تېرېدو سره د دغې پېښې پټ اړخونه تراوسه هم روښانه شوي نه دي او حکومت حتا د دغې پېښې د کره مرګ ژوبلې شمېرې هم پټوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه داسې وايي:«په دغې ترهګریزې پېښه کې یقیناً دندیزه بې پروايي او جرم شته او تاسو د لومړي ځل لپاره ولیدل چې د قول اردو قومندان له دندې لیرې،عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شو.»

ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه قول اردو د استخباراتو، عملیاتو او ګارنیزیون له یو شمېر افسرانو هم پلټنې روانې دي.

له دې سره سره د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر ډول ډول ښودل شوی، ملي دفاع وزارت د مرګ ژوبلې شمېر ۱۳۵ تنه اعلان کړی، خو معتبرې سرچینې د دغه برید د مرګ ژوبلې شمېر ډېر زیات بولي.

د طلوع نیوز د مالوماتو له مخې د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر له ۲۵۰ تنو زیات وو.

د سیاسي چارو کارپوه فیض الله جلال په دې اړه وايي:«له بده مرغه ټول له دغو پېښې په لومړي سر کې احساسات ښيي د همدردۍ څرګندونه کوي او خپل تندۍ تروی وي چې موږ خفه یوو بیاوروسته دغې پېښې په سې نه ګرځي او د غوږ تر شا یې کوي.»

د دغه برید څرنګوالی هم تراوسه روښانه نه دی، همداراز د ننه په قول اردو کې د ځینو کړیو له همکارۍ پرته د دغه برید ترسره کېدل ناشوني بلل شوي دي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وویل:«په دې اړه پلټنې روانې دي،کله چې څېړنې روانې دي او ملي دفاع وزارت په ډېره لوړه کچه پېښه په مخ بیايي او په ملي کچه یوه ډېره ستره قضیه ده. د دغه څېړنې جزئيات یا موندې پرېږدو کمېسیون یا د څېړونو جریان ته.»

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید پر افغان ځواکونو تر ټولو مرګونی او بې مخینې بلل شوی دی. اوس خلک غواړي چې حکومت له هغو کسانو پر پلټنو سربېره چې د دغه برید په مخنیوي کې یې ناغېړي کړې له بریدګرو سره لاس لرونکي هم په ګوته او سزا ورکړي.

شریک یي کړئ