د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، ډګر جنرال محمد معین فقیر په هلمند ولایت کې له واکه د ناوړه ګټېپورته کولو او د اختلاس په تور نیول شوی دی.
له فساد سره د مبارزې او عدلي او قضايي مرکز کې یوه سرچینه وايي چې ښاغلي فقیر د پوښتنو لپاره دې مرکز ته غوښتل شوی وه او وروسته یې پلچرخي زندان ته استول شوی.
ټاکل شوې ده چې دوسیه یې له فساد سره د مبارزې او عدلي او قضايي مرکز لخوا وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د څېړنو مرکز د افغانستان جنرالان تر ټولو فاسد کسان بللي دي.