Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دامنیتي چارواکو استیضاح په اړه د ولسي جرګې دغړو ترمنځ د نظراختلاف

د ولسي جرګې غړو نن چهارشنبې(د کب په ۲۵ مه)اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده دغه مجلس د نوي هجري لمریز کال د «وري په ۷مه» د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي رییس پر ۴۰۰بستریز روغتون د برید او ناامنیو په تړاو استیضاح کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دغه مجلس اداري پلاوی د دغو وزیرانو د استیضاح د ځنډولو له امله په معامله‎ګرۍ تورن وي او له ځنډ څخه پرته د دغو چارواکو د استیضاح غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې اداري پلاوي د سه شنبې په شپه د لوړپوړو امنیتي چارواکو د استیضاح په اړه له ولسمشر غني سره وکتل.

 که څه هم د دغې کتنې جزئیات د ولسي جرګې له غړو سره نه دي شریک شوي خو د دغې جرګې د اداري پلاوي لخوا د دغو چارواکو د استیضاح ځنډولو د یو شمېر استازو غوسه راپارولې ده.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«تاسې کله چې هلته ولاړئ،دا هېر وي چې اداري پلاوي یاست ،فکر کوئ چې مشرتابه پلاوي دي،تاسې کولای شئ د ولسي جرګې په استازولی له دې څخه پرته مصوبه شتون ولري، نظر موږ څرګند کړی وای. تاسې کولای شي چې د کورنیو دندو قانون او اصول تفسیر کړئ.»

د ولسي جرکې بلې غړې رقیه نایل هم زیاتوي:«دغه واټن یې چې تر اومې نېتې اېښی،هغه کسان چې په دغو مسایلو کې استاد دي،باور وکړئ چې د بشرپالنې د احساس له مخې ډېرو کمو به لاسلیک کړی وي. هغه کسان په دې کې داخل دي چې خپلې شخصي امتیازیات به واخلي»

د ولسي جرګې رییس دا تورونه ردوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي څرګنده کړه:«موږ تېره ورځ د رییسانو په کمیت کې،لږ تر لږه اوه ورڅې چې یک شنبې کېږي،موږ د تالار وضعیت وینو،نو پر دې بنسټ دغه مسئله موږ په ۷ مه ټېته وټاکله.دلته د معامله ګرۍ هېڅ مسئله په کار کې نه شته.»

په دې لړ کې یو شمېر استازي د امنیتي چارواکو استیضاح د امنیت د ښه کولو لپاره یوازینۍ لار نه بولي.

د ولسي جرګی عبدالقیوم سجادي هم وايي:«زموږ امنیتي ځوانان له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې په جبهو کې په مېړانه دفاع کوي،خو بنسټيزه ستونزه د حکومت د امنیتي پلان نشتوالی او د بې باوري شتون دی او په امنیتي بنسټونو کې د دښمن نفوذ دلیل دی.»

له بلخوا ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره ژمنه کړې چې په راتلونکې اوونۍ کې به څلور نوماند وزیران او د سترې محکمې درې نوماندان ملي شورا ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې منشي قادر ځاځي څرګنده کړه:«ژمنه یې وکړه چې درې قاضیان او څلور تنه نوماند وزیران معرفي کوي او په خبرو اترو کې یې د نورو وزیرانو په اړه چې پاتې دي،له موږ سره کابو موافق وه.»

د ولسي جرګې غړو په ځلونو د کابینې د وزیرانو د استیضاح لپاره لاسلیکونه راټول کړي، خو یو شمېر استازي نیوکه کوي چې د دوی له لاسلیکونو اوزاري استفاده کېږي او د ولسي جرګې غړي نه‎شي کولای د امنیتي ستونزو د هواري په اړه کوم کار وکړي.

شریک یي کړئ