د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د چهارشنبې به ورځ(د کب په ۴ مه)پاکستان ته کوتڅنډنه کوي کهچېرې د افغانستان په خاوره کې یو ګام هم وړانډې راشي،په سختۍ به وځپل شي.
ښاغلي داوود زي د کب په درېیمه د کابلیانو د پاڅون په لمانځغونډه کې په دې ټینګار کوي چې هېڅکله په بهرنیو اعتماد ونه کړي.
په همدې حال کې د دغې غونډې یوشمېر برخهوال د هېوادوالو پر یووالي او یوموټي والي ټینګار کوي.
ښاغلي داوودزي په دې اړه وویل:«زه پاکستان ته د یوه افغان او د یوه کس په توګه اعلان کوم کهچېرې خپله ناپاکه پښه په دغې خاوره کې کېږدې دغه خلک به دې پښه پرې کړي او د اټک پله هغې غاړې ته به یې واچوي.»
ښاغلی داوودزی په دې اړه د ملي یووالي مشرانو ته هم یو پیغام لري.
ښاغلي داوودزي زیاته کړه:«دا تېروتنه دې نه کوي چې پاکستانیاتو ته اجازه ورکړي چې زموږ په خاوره کې لاسوهنه وکړي کهچېرې موږ ځواک لرو خو ښه، کهچېرې نه لرو بیا نړیوالې ژمنې لرو له هغه څخه کار اخلو په خپله دا توان پيدا کوو چې په خپل هېواد کې ترهګر نه پرېږدو.»
په دې لړ کې دغونډې یوشمېر ګډونوال د هغه څه په اړه چې د کب په درېیم په کابل کې رامنځته شول کیسه کوي، او د هېواد له خلکو غواړي چې د تفرقې په لومه کې ونه لوېږي او د هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر سیدمخدوم رهین په دې اړه وویل:«د کب درېیمه پر تېري او ظلم د الله و اکبر د بریاليتوب رمز دی.»
د کابل د ولایتي شورا غړي نقیب الله هاشمي څرګنده کړه:«په هغه وخت کې هندو په خپل منځ کې تفرقه نهلرله،نور قومونه خو پرېږده خو اوس موږ د شیعه او سني،تاجیک او پښتون او هغه دغه په نامه له یو بل سره اچوي.»
په دې مراسمو کې د امنیتي ځواکونو له سرښندنو او زړورتیا هم ستاینه وشوه. او ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې د کب د درېیمې د قربانیانو کورنۍ او د امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي.