Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: توره‎بوره له داعشیانو پاکه شوه

وروسته له دي چي افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په تورې بورې سیمه کې چاڼيز عملیات ترسره کړل، اوس‎مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د پچیراګام ولسوالۍ  یادې سیمې ته د سفر په لړ کې ادعا وکړه چې یاده سیمه افغان ځواکونو د روانو عملیاتو په ترڅ کې له داعشیانو نیولې او د دایمي امنیت لپاره یې حکومت پلان جوړوي.

خو بلخوا د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي لا هم اندېښنه لري چې د تورې بورې ځېنو څنډو کې لا هم داعېش فعالیتونه شته.

هغه سیمه چې له کالونو کالونو وروسته یو ځل بیا د جګړې ډګر دی او د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ورتګ ورته ډېر شوی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ تورې بورې سیمې ته د سفر په ترڅ کې وویل، چې دا سیمه افغان ځواکونو په بشپړه توګه تر خپل حاکمیت لاندې راوستې داعېش یې پکې ځپلی چې د دایمي امنیت ټینګښت لپاره یې اوس حکومت پلان جوړوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست، طارق شاه بهرامي وویل:« دولتي ځواکونه وتوانېدل چې له داعش ډلې توره بوره پاکه کړې او موږ پرېکړه کړې ده چې به دې ځای کې کلکې اډې جودې کړو تر څو داعشیان بیا تورې بورې ته لار پیدا نکړي.»

 ویل کېږي د تورې بورې دې سیمې ته د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستاني حکومت په ملاتړ داعېش جنګیالي راوښتي.

همداراز د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان، محمد زمان وزیري زیاتوي:« داعشیان په کوټ، اچین او پچیراګام کې درنه مرګ‎ژوبله لیدلې ده. داعشیان د پاړه‎چنار له لارې ځانونه د ننګرهار ولسوالیو ته رسولي وو تر څو سره کلک شي.»

خو د پچیراګام اوسیدونکي بیا وايي، لا هم د تورې بورې ځنې څنډې له داعېش سره دي او له سلګونه بې ځایه شویو کورنیو سره هم لا مرستې نه دي شوي.

د پچیراګام اوسېدونکی، داد محمد وايي:«موږ له امنیتي ځواکونو غواړو چې د داعش ډلې فعالیتونو مخنیوي په موخه دې خپل امنیتي فعالیتونه زیات کړي.»

قومي مشر، مک ایاز زیاتوي:«موږ لا هم د هغې په اندېښنه کې یوو چې داعشیان بیا خپلې کړنې په پچیراګام کې پیل نکړي.»

دا داسې وخت کې ده چې د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې داعش ډله فعالیتونه لري چې تر ټولو مهم مرکزونه یې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دي او ویل کېږي یادې ډلې غوښتل خپل مرکزونه له هغې ځایه تورې بورې ته راولېږدوي.

توره بوره هغه سیمه چې له کالونو کالونو وروسته یو ځل بیا د جګړې ډګر دی او د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ورتګ ورته ډېر شوی

شریک یي کړئ